Language

وسله والو او پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې

جلال اباد (پژواک ٢٢ غبرګولى ٩٣): د ننګرهار په پچيراګام ولسوالۍ کې د نښتې او هوايي بريد په ترڅ کې ١٢وسله وال وژل شوي،٦ سرحدي پوليس او ٧ طالبان ټپيان دي.

دا نښته نن سهار پنځه بجې په داسې حال کې رامنځته شوه، چې يو شمېر وسله والو د يادې ولسوالۍ د سرحدي پوليسو د “پچير” پر پوسته بريدونه وکړل.

د سرحدي پوليسو د عمومي قوماندانۍ وياند محمدادريس مومند پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دې نښتې څلور ساعته دوام درلود او د ملي اردو هوايي ځواک يې مرسته کړې ده.

مومند وايي، په دې نښته او هوايي بريد کې د يوه طالب قوماندان “امين جان” په ګډون ١٢ وسله وال وژل شوي، ٦ سرحدي پوليس او ٧ وسله وال ټپيان دي.

امين جان په سيمه کې يو فعال وسله وال قوماندان بلل کېده، چې د چارواکو په وينا په ډېرو پېښو کې يې لاس درلود.

ادريس مومند زياتوي،د وسله وال جسدونه تر اوسه په سيمه کې پاتې دي او ټپي پوليس د درملنې لپاره روغتون ته انتقال شوي، چې د يوه روغتيايي حالت يې د اندېښنې وړ دى.

بلخوا طالب وياند ذبيح الله مجاهد په دې جګړه کې د ١٠ افغان سرتېرو د وژلو او ٧ نورو د ټپي کېدو ادعا کړې ده.

مجاهد په دې نښتې کې د خپلو شپږو  وسله والو د ټپي کېدو پخلى وکړ خو چارواکي په دې تړاو د طالبانو ادعاوې رودوي.