غزني (پژواک ٢٢ غبرګولى ٩٣): وسله والو د غزني په مقُر ولسوالۍ کې يوه محصله له خپلې مور سره وژلې، دوه نور محصلين ، چې يوه نجلۍ ده او يو موټر چلوونکى يې ټپيان کړي دي.
چارواکي وايي، په يادو وژل شوو او ټپيانو کې درې يې د غزني پوهنتون محصلين دي.
د غزني د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال اسدالله انصافي د غبرګولي په ٢٢مه پژواک خبري اژانس ته وويل، د پېښې قربانيان د يوې کورنۍ غړي دي.
انصافي وايي، دا پېښه تېره ورځ هغه وخت رامنځته شوه، چې ياد کسان په يو سراچه موټر کې په جاغوري ولسوالۍ کې خپل کور ته پر لاره وو، چې د مقُر ولسوالۍ اړوند سيمه کې پرې ډزې وشوې.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي، خو د امنيت امر وايي ، چې دغه بريد وسله والو طالبانو کړى او بهرني وسله وال هم ورسره ملګري وو.
د يادولو ده، چې وړمه ورځ وسله والو طالبانو د دغه ولايت په اندړو ولسوالۍ کې بيا د کندهار پوهنتون د استادانو پر موټر بريد کړى و، چې يو يې ټپي کړى او ٣٤ تنه يې يرغمل کړي دي.