Language

مزارشريف (پژواک ٢٢ غبرګولى ٩٣): د بلخ ولايت يو شمېر ځوانانو وايي، چې لا هم د افغانستان په سياسي جوړښتونو او جريانونو کې ځوانان د مشرانو د لاس د الې په توګه کارول کېږي.

دغه څرګندونې د غبرګولي په ۲۲مه د بلخ په مرکز مزارشريف ښار کې د افغانستان د ځوانانو د سياسي مشارکت د کنفرانس په ترڅ کې بېلابېلو ځوانانو پژواک خبري اژانس ته وکړې.

په دغه کنفرانس کې د بلخ د بېلابېلو ولسواليو لسګونو ځوانانو برخه اخيستې وه.

د ياد کنفرانس تنظيموونکي مختار وفايي وويل، چې د افغانستان په ټولنه کې لا هم د سياسي جوړښتونو او د سياسي واک د ترلاسه کېدو پر وړاندې د ځوان په پرتله د مشر سالارۍ فرهنګ عام دی.

نوموړي زياته کړه، تر کومه چې په سياسي جوړښتونو او جريانونو کې د ځوان سالارۍ فرهنګ عام نه شي له اوسني بحران څخه د وتو لاره به خورا کړکېچنه وي.

د هغه په وينا، په روانو ټاکنو کې د ځوانانو رول د ياد وړ دی خو له بده مرغه دوی د مشرانو د اسبابو په توګه وکارول شول او لا هم کارول کېږي.

وفايي وويل: ((ځوان اوس هم د کانديدانو د پوسټرونو په لګولو بوخت دی، په داسې حال کې چې بايد ځوان له دې درجې يو څه وړاندې وي او په سياسي پرېکړو کې بايد برخه ولري.))

د مزارشريف ښار اوسېدونکي محمد شفيق پژواک ته وويل، لا هم افغان ټولنې دا مسئله نه ده درک کړې چې هر ډول جريانونه د ځوانانو پر مټ پر مخ وړل کېدی شي.

نوموړي زياته کړه، چې ځوانان  لا هم په سياسي جوړښتونو کې د مشرانو له خوا  د وسيلې  په توګه کارول کېږي.

د هغه په وينا، په افغانستان کې د ملي سياست د پرمختګ پر وړاندې يوازېني خنډونه هم همدغه مسايل دي، چې د مشر سالارۍ فرهنګ لا هم ژوندی دی.

د مزارشريف اوسېدونکې مبينې پژواک ته وويل، ځوانان اړتيا لري پوه شي چې د ډيموکراسۍ د يوې لسيزې په تېرېدو په سياسي جوړښتونو کې د ځوانانو ځای چېرې دی.

نوموړې زياته کړه، چې د افغانستان د ټولنې زياته برخه ځوانان جوړوي او دغه ټولنه دې ته اړتيا لري چې په سياسي جوړښتونو او جريانونو کې د ځوانانو ونډه غوښنه وي.

د کنفرانس تنظيموونکي مختار وفايي وويل، چې له يادې غونډې موخه په سياسي جريانونو او جوړښتونو کې د ځوانانو د ونډې د کمښت د لاملونو څېړل دي.

نوموړي زياته کړه، چې په سياسي جوړښتونو کې د غوښنې ونډې ترلاسه کېدو لپاره بايد ځوانان خپله علمي او سياسي کچه لوړه کړي او په ټولنه کې بايد د ځوان سالارۍ تفکر ته وده ورکړل شي.

Related Topics