Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

جلال اباد (پژواک٢٢غبرګولى٩٣): امنيتي چارواکي وايي، چې په ختيځو ولايتونو کې ١٨ سايټونه نوي فعاله او له ستر امنيتي ګواښ څخه وېستل شوي دي.

 دغه څرګندونې د کورنيو چارو وزارت د مرستيال په ګډون د ختيځ زون ځينو امنيتي چارواکو د غبرګولي په ٢٢مه، د خبري غونډې پر مهال وکړې.

 دوى وويل، چې د ټاکنو په دويم پړاو کې به هېڅ کوم پرانيستى ټاکنيز سايټ ونه تړل شي او نه به هم له کوم ستر امنيتي ګواښ سره مخ شي.

 د کورنيو چارو وزارت اداري مرستيال لوى پاسوال اکرام الدين ياور په خبري غونډه کې خبريالانو ته وويل، چې په ټول هېواد کې يې شاوخوا ٣٠٠ ټاکنيز سايټونه نوي فعاله کړي دي.

 نوموړي زياته کړه: ((موږ ګڼ شمېر عمليات ترسره کړي او د دغو عملياتو پر بنسټ مو يو شمېر ټاکنيز سايټونه پرانيستې دي.))

 د ياور په خبره، د هېواد ټولو ولايتونو ټاکنيزو مرکزونو ته يې ټاکنيز مواد لېږدولي او دوى په ډاډ سره ويلى شي، چې په دويم پړاو ټاکنو کې به له پخوا څخه امنيت ښه او د خلکو ګډون به ډېر وي.

 د ننګرهار امنيه قوماندان مل پاسوال فضل احمد شېرزاد هم په خبري غونډه کې ډاډ څرګند کړ، چې دوى کلک امنيتي پلانونه نيولي دي.

 نوموړي زياته کړه: ((موږ تېرو تېروتنو ته متوجه شوي يو او دا ځل به پخوانۍ تېروتنې نه تکرارېږي.))

 د امنيه قوماندان په خبره، د ټاکنو په ورځ به حالات نورمال وي او دوى به هڅه کوي، چې د ټولو مرکزونو امنيت خوندي وساتي.

 په ختيځ کې د ٣٠١ سرحدي زون سرپرست قوماندان سمونوال محمد ايوب حسن خېل هم ډاډ څرګند کړ، چې په ټولو سرحدي سيمو کې يې امنيتي تدابير نيولي او هڅه به کوي، چې د هر ډول ګډوډۍ مخه ونيسي.

 نوموړى زياتوي، که څه هم ځينې اشخاص به هڅه کوي چې جعلي کارتونه را انتقال کړي، خو دوى يې بېخي مخنيوى کړى او هېچا ته به اجازه ورنه کړي، چې جعلي کارتونه او يا هم نور اشخاص له پولې راواړوي.

 حسن خېل وويل: ((موږ هم ډاډ ورکوو چې هېڅ مشکل به نه وي، امنيت تامين دى او په ډاډ سره رايه ورکړئ.))

 په ختيځ کې د ٢٠١ سېلاب قول اردو د څلورمې پلې لوا قوماندان تورنجنرال دادن لونګ وويل، چې د تېر په پرتله يې دوه برابره سرتېري پر دندو ګومارلي او دوى به وکولى شي د ننګرهار امنيت په بشپړ ډول تامين کړي.

 هغه زياته کړه، چې يواځې زر سرتېري به چمتو وي، چې د ستونزو د پېښېدو پرمهال به سيمې ته رسيده ګي کوي.

 نوموړى وايي: ((موږ ډاډ ورکوو چې ټاکنې به د امن په فضا کې ترسره کېږي او هېڅ کوم مشکل به نه راولاړېږي.))

 ټاکل شوې، چې د راتلونکې شنبې په ورځ په ټول هېواد کې د ټاکنو دويم پړاو ټاکنې د ډاکټر عبدالله عبدالله او ډاکټر اشرف غني احمدزي تر منځ ترسره شي.

 

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.