Language

ځانمرګي بريد کې پنځو سيمه ييزو پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې

غزني ښار (پژواک ۲۲ غبرګولى ۹۳) د غزني په ګيلان ولسوالۍ کې ديوه ځانمرګي بريد په ترڅ کې درې سيمه ييز پوليس وژل شوي او دوه نور ژوبل دي.

د غزني د والي وياند شفيق ننګ د غبرګولي په ٢٢مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دا ځانمرګى بريد نن سهار وخته شاوخوا درې بجې وشو.

هغه زياته کړه، دوو ځانمرګو بريدګرو غوښتل ، چې په ياده ولسوالۍ کې د سيمه ييزو پوليسو پر پوستې بريد وکړي، چې يو يې د پوليسو له خوا وژل شوى او بل يې پوستې ته نږدې ځان ته چاودنه ورکړې ده.

د ننګ په وينا، په دې بريد کې درې سيمه ييز پوليس وژل شوي او دوه نور يې ټپيان شوي دي.

دى وايي، چې ټپيان روغتون ته لېږدول شوي، خو دهغوى د روغتيايي حالت په اړه يې معلومات نه درلودل.

خو طالب وياند ذبيح الله مجاهد بيا وايي، چې په دې بريدونو کې ۱۱ سيمه ييزپوليس وژل شوي او پوسته په بشپړه توګه له منځه تللې ده.

Related Topics