غزني ښار (پژواک ٢٢ غبرګولى٩٣):وسله والو طالبان ښايي د کندهار پوهنتون يرغمل کړي استادان او محصلين تر ټاکنو وروسته خوشې کړي.
وړمه ورځ د کابل-کندهار پر لويه لار د اندړو ولسوالۍ اړوند د “ملا نوح بابا” په سيمه کې وسله والو د کندهار پوهنتون ٣٥ استادان او محصلين له موټره ښکته کړل، يو يې ټپي کړ او پاتې نور يې له ځان سره بوتلل.
د غزني د والي مرستيال محمدعلي احمدي پژواک خبري اژانس ته وويل، دغه کسان بهرنيو وسله والو تښتولي او ژمنه يې کړې چې ښايي تر ټاکنو وروسته يې خوشې کړي.
احمدي وويل: ((د اندړو د قومي مشرانو پلاوى يې ورلېږلى، طالبانو ورته ويلي چې دغو استادانو د ټاکنو په کمپاين کې لاس درلود او ښايي تر ټاکنو وروسته ټول بېرته خوشې کړو.))
د والي د مرستيال په وينا، وسله والو طالبان په دې مسئله کې دوه ډلې شوي، افغان طالبانو د دغو استادانو نيونه شرموونکې کړنه بللې او له بهرنيو وسله والو يې غوښتي، چې خوشې يې کړي.
نوموړي د دغو بهرنيو وسله والو د هويت په اړه څه ونه ويل، خو څه موده مخکې د اندړو چارواکو ويلي، چې دې ولسوالۍ ته پاکستاني وسله وال ورغلي دي.
بلخوا د غزني د اندړو ولسوال محمدقاسم دېسي وال پژواک ته وويل، چې د تښتول شوو استادانو د خوشې کولو لپاره د قومي مشرانو هڅې لا هم روانې دي.
ولسوال وايي، وسله والو دغه کسان تېره شپه له اندړو د ګيرو ولسوالۍ ته اړولي دي.
د ګيرو ولسوالۍ چارواکو تر اوسه دغه راپور په اړه څه نه دي ويلي.
تر دې مخکې داسې راپورونه خپاره شول، چې ګواکې له نيول شوو کسانو پنځه استادان خوشې شوي، خو وروسته چارواکو دغه راپورونه رد کړل.