Language

کندهار ښار کې ځانمرګى بريد وشو

کندهار ښار (پژواک ٢٢ غبرګولى ٩٣): څو شېبې وړاندې په کندهار کې د پوليسو پوستې ته څېرمه ځانمرګى بريد وشو، چې له امله يې يو پوليس وژل شوى دى.

د کندهار د والي وياند ضيا‌ء دراني، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دا پېښه نن مازيګر په شاوخوا شپږ نيمو بجو د کندهار ښار د لسمې حوزې اړوند سيمه کې رامنځ ته شوې ده.

ده زياته کړه، يو ځانمرګى بريدکوونکى چې چادري يې پر سر وه او غوښتل يې ځانمرګى بريد وکړي، پوليسو وپېژانده او د درېدو امر يې ورته کړى، چې په همدې مهال يې ځان ته چاودنه ورکړې ده.

د هغه په وينا، په دې پېښه کې يو پوليس وژل شوى دى.

خو يوه بله امنيتي سرچينه چې نه غواړي نوم يې خپور شي، پژواک ته وويل، چې په دې پېښه کې دوه پوليس ټپيان هم دي.

د پېښې مسووليت تردې دمه چا په غاړه نه دى اخيستى.

Related Topics