Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د پکتيکا ټولو ولسواليو ته د ټاکنو اړين  توکي رسېدلي دي

ښرنه ( پژواک ٢٣ غبرګولى ٩٣) : په پکتيکا کې د رايو ورکولو ٧٥ محلونه  زيات شوي او د ټاکنو لپاره د امنيتي تدابيرو د نيولو تر څنګ، د دې ولايت ټولو ولسواليو ته د ټاکنو اړين توکي رسېدلي دي.

دغه څرګندونې پکتيکا کې د ټاکنو د خپلواک کمېسيون د ځايي دفتر مشر ذبيح الله وګړي نن ( دغبرګولي په ۲۳ مه) پژواک خبري اژانس ته وکړې.

ده  زياته کړه : (( د رايې ورکولو د ټولو مرکزونو کارکوونکي هم لرې پرتو سيمو ته لېږل شوي او هم د زياتو سيمو سايټونو ته ټاکنيز توکي رسېدلي دي.))

هغه وويل، چې په دې ولايت کې په دويم پړاو ټاکنو کې خلکو ته د   اسانتياوو برابرولو په  موخه په پکتيکا کې ۷۵ نور محلونه هم زيات شوي دي.

ده د يادو محلونو په اړه د جزيياتو له ورکولو پرته زياته کړه:”په لومړي پړاو ټاکنو کې پکتيکاوالو په پراخ ګډون سره خپله ملي روحيه نورو هېوادوالو ته وښوده او د دويم پړاو لپاره هم پوره چمتوالی لري.”

ذبيح الله وګړي وويل، دوی پوره هڅه کوي، چې دويم پړاو ټاکنې هم رڼې او له درغليو پرته تر سره شي.

له بلې خوا د پکتيکا امنيه قوماندان پاسوال نبي جان ملاخېل خلکو ته ډاډ ورکوي او وايي، چې د ټاکنو د امنيت د ټينګښت لپاره اړين تدابير نيول شوي دي.

دى وايي،چې امنيتي  ځواکونه ټولو سيمو ته رسېدلي او له ټاکنو وړاندې ېې د رايو د مرکزونو امنيت نيولی دی.

 

 

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.