Language

کلات (پژواک ٢٤ غبرګولى ٩٣): د زابل چارواکي وايي، چې په دغه ولايت کې د رايې ورکولو بهير په ښه توګه پای ته رسېدلی او په بېلابېلو سيمو کې لسګونه زره کسانو په ټاکنو کې برخه اخيستې ده.

په ټول هېواد کې د غبرګولي په ٢٤مه د سهار اوه بجې د ولسمشرۍ د دويم پړاو ټاکنې پيل شوې چې د مازديګر تر څلورو بجو يې دوام درلود.

د زابل امنيه قوماندان مل پاسوال غلام سخي روغ لېوني د ټاکنيز بهير په پای کې پژواک خبري اژانس ته وويل چې ټاکنې نسبتاً په سوله ييزه توګه پای ته ورسېدې.  

نوموړی وايي چې نن سهار وسله والو مخالفينو د زابل په بېلابېلو سيمو کې يو شمېر بريدونه کړي چې په کې دواړو لورو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د ده په خبره، چې د ملي اردو يو سرتېری په اټغر ولسوالۍ کې د وسله والو مخالفينو په بريد کې وژل شوی او يو بل په ارغنداب ولسوالۍ کې ټپي شوی دى.

امنيه قوماندان وايي چې په ارغنداب او د کلات اړوند د سپينې غبرګې په سيمه کې درې وسله وال طالبان هم وژل شوي او يو شمېر وسلې افغان ځواکونو ترلاسه کړې دي.

د نوموړي په وينا، تېره ورځ ماښام په شينکۍ ولسوالۍ کې د سړک غاړې په چاودنه کې درې او په شهر صفا ولسوالۍ کې دوه ملکي وګړي د ماين په چاودنو کې وژل شوي او يو بل ټپي دى.

د کلات اړوند د نورک له سيمې ځايي اوسېدونکو د ټيلېفون پرليکه پژواک اژانس ته وويل چې په ياده سيمه کې هم په يوه وسله واله نښته کې يوه مېرمن ژوبله شوې ده.

نوموړی زياتوي چې د زابل په لسو ولسواليو کې ټاکنې نسبتاً په امن فضا کې پای ته رسېدلې که څه هم وسله والو د ټاکنو د بهير د ګډوډولو پلان جوړ کړى و.

دى وايي چې د پروسې له پاى ته رسېدو سره سم د رايو شمېرنه پيل شوه.

امنيه قوماندان وايي چې نن د زابل په بېلابېلو برخو کې څو تنه چې ده يې دقيقه شمېره ونه ښوده، د تقلب پر تور نيول شوي دي.

روغ لېونى وايي چې امنيتي ځواکونه بشپړ چمتووالی لري چې د ټاکنو کار کوونکي او توکي بېرته له ولسواليو مرکز کلات ته را ولېږدوي.

د زابل د ټاکنو د خپلواک کمېسيون د لوژستيک د څانګې مسوول نصيب الله وايي چې دغه ځل په زابل کې ۴۷ مرکزونه پرانيستي وو.

د هغه په وينا، له نږدې ټولو مرکزونو سره يې اړيکې وې  او له څو محدودو امنيتي ستونزو پرته نور هېڅ د درغليو او يا په پراخه کچه د نا امنيو په اړه ورته راپور نه نه دى رسېدلى.

د ده په خبره چې د دوى لومړي معلومات ښيي چې د تېر پړاو په پرتله دا ځل دوه چنده خلکو په زابل کې په ټاکنو کې برخه اخيستې وه.

د زابل ولايت د مرکز کلات ښار يو اوسېدونکى عبدالکريم پژواک اژانس ته وويل چې د کورنۍ له غړو سره په ډاډه زړه په ټاکنو کې برخه  واخيسته او د خپلې خوښې کانديد ته يې رايه ورکړه.

د دغه ښار يو بل اوسېدونکى ګل محمد بيا له امنيتي ځواکونو مننه وکړه، چې د ټاکنو په ورځ يې کلک امنيتي تدابير نيولي وو.

 

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.