Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د درېيو ولايتونو په يو شمېر محلونو کې رايې پاڼې خلاصې شوې

د درېيو ولايتونو په يو شمېر محلونو کې رايې پاڼې خلاصې شوې

author avatar
14 Jun 2014 - 16:24
د درېيو ولايتونو په يو شمېر محلونو کې رايې پاڼې خلاصې شوې
author avatar
14 Jun 2014 - 16:24

فيض اباد، باميان، شبرغان (پژواک ٢٤ غبرګولى ٩٣): د بدخشان، باميانو او جوزجان ولايتونو په يو شمېر مرکزونو کې راى پاڼې خلاصې شوې، چې رايه ورکوونکي يې له اندېښنې سره مخ کړي دي.

د بدخشان مرکز په فيض اباد ښار کې د سايف لېسې د رايې ورکولو په محل او درېيو نورو ولسواليو کې رايې پاڼې خلاصې شوې دي.

د سايف لېسې يوه سيمه ييز ناظم مولوي خدام، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د دغه محل رايې پاڼې نن سهار ٩:٣٠ بجې خلاصې شوې، خو د ټاکنو کمېسيون د ريزرف شويو پاڼو له لېږلو سره دغه ستونزه هواره کړې ده.

بدخشان کې د ټاکنو کمېسيون دفتر مشر  محمد رسول عمر وايي، چې د کشم، تيشکان او يفتل پايان ولسواليو په دوه محلونو کې هم د رايې ورکولو پاڼې خلاصې شوې، خو هڅه کوي چې دغه محلونو ته ريزف شوې رايې ولېږي.

هغه زياته کړه، چې د ځمکې له لارې د پاڼو لېږد ډېر وخت نيسي او دغه رايې پاڼې به ډېر ژر د هوا له لارې ولېږل شي.

د باميانو ولايت د کهمرد ولسوال هادي سيغاني وويل، چې د دغه ولايت د کليچ سيمې د ښځو او نارينو په محلونو کې رايې پاڼې په داسې حال کې خلاصې شوې، چې رايه ورکوونکي په اوږدو ليکو کې انتظار باسي.

هغه زياته کړه، هيله ده چې د باميانو له مرکز څخه دغو محلونو ته په بيړې سره رايې پاڼې ولېږدوي، له هغه پرته به خلک له رايې ورکولو پاتې شي.

همدارنګه د ډاکټر عبدالله د ټاکنيز دفتر څارونکي سلطان رضا وايي، چې د باميانو مرکز د هلکانو لېسې په پنځو محلونو کې ١١:٢٠ بجې رايې پاڼې خلاصې شوې او ټول سايټونه تر دې دمه پورې تړلي پاتې شوي دي.

هغه زياته کړه، چې په دغه لېسه کې يواځې يو محل پرانيستى دى، خو د خلکو ګڼه ګوڼه ډېره ده او اړينه ده، چې دغو ټولو سايټونو ته رايې پاڼې ولېږدول شي، له هغه پرته به خلک له رايې ورکولو پاتې شي.

د ورث ولسوالۍ په يوه مرکز کې هم رايې پاڼې خلاصې شوې دي.

د باميانو د والي وياند عبدالرحمن احمدي وويل، دغې ولسوالۍ ته د ځمکې له لارې د رايې پاڼو د لېږد امکان نشته ځکه د باميانو له مرکز څخه تر يادې سيمې پورې ٨ ساعته وخت لګيږي.

احمدي زياته کړه، چې د کابل له چارواکو څخه يې د الوتکې غوښتنه کړې، تر څو دغه ستونزه هواره کړي.

Views: 0

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.