Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د عبدالله پلويانو د اشرف غني درېيو پلويانو ته مرګ ژوبله واړوله

جلال اباد (پژواک ٢٤ غبرګولى ٩٣): په ننګرهار ولايت کې د ډاکټر عبدالله پلويانو د اشرف غني پر پلويانو ډزې کړې ، دوه تنه يې وژلي او يو تن ټپي دى.

په ټول هېواد کې د غبرګولي په ٢٤مه د سهار اوه بجې د ولسمشرۍ دويم پړاو ټاکنې پيل شوې چې د مازديګر تر څلورو بجو به دوام ولري.

د جلال اباد ښار ختيځ ته د قصبې په سيمه کې د ډاکټر عبدالله عبدالله پلويانو د اشرف غني پر پلويانو ډزې کړې دي.

په ننګرهار کې د ډاکټر غني د کمپاين مسوول حاجي نصرت ارسلا پژواک خبري اژانس ته وويل، ډزې هغه مهال وشوې، کله چې د دوى پلويانو د اشرف غني په پلوۍ شعارونه ورکول.

هغه زياته کړه، چې له دې سره سم د ولسي جرګې د وکيل انجنير غفار وسله والو د دوى پر پلويانو ډزې وکړې، چې له امله يې دوه تنه وژل شوي او يو تن ټپي شوى دى.

د ننګرهار د ملکي روغتون رييس ډاکټر همايون زهير پژواک اژانس ته ومنله، چې له قصبې څخه دوى ته درې ټپيان ور وړل شوي دي.

نوموړي زياته کړه، چې دوو ټپيانو ساه ورکړېه او يوه ټپي تر درملنې لاندې دى.

د ننګرهار امنيه قومانداني هم ياده پېښه تاييد کړه، خو په دې اړه يې نور معلومات ورنه کړل.
د عبدالله ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

تر يادې پېښې وروسته لسګونو کسانو د ولسي جرګې د وکيل انجنير غفار کور مخې ته لاريون وکړ او د هغه پر ضد يې شعارونه ورکول.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.