مهترلام (پژواک ٢٤ غبرګولى ٩٣): په لغمان ولايت کې د وسله والو له خوا د يوه توغول شوي راکټ لګېدو له امله څلور ملکي وګړي وژل شوي دي.
د لغمان د والي وياند سرحدي ځواک د غبرګولي په ٢٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا پېښه نن له غرمې مخکې شاوخوا يوولس بجې رامنځته شوې ده.
هغه زياته کړه، چې دغه رکټ د ننګرهار د دره نور ولسوالۍ له لکشمنډ سيمې توغول شوى او د قرغيو ولسوالۍ اړوند د لوړه موړې پر سيمې لګېدلى دى.
دى وايي، چې ياده مرمۍ پر يوه کور لګېدلې چې له امله يې دوه ماشومان، يوه پېغله نجلۍ او يوه ښځه وژل شوې ده.
د والي وياند وويل، چې وسله وال تل ملکي وګړي په نښه کوي.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
خو وياند يې ذبيح الله مجاهد وايي چې نن يې د ټاکنو پر مهال د هېواد په بېلابېلو سيمو کې لسګونه بريدونه کړي چې له امله يې ګڼ شمېر سرتېرو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP