Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د ټاکنو د ورځې سرغړونې

د ټاکنو د ورځې سرغړونې

author avatar
14 Jun 2014 - 22:19
د ټاکنو د ورځې سرغړونې
author avatar
14 Jun 2014 - 22:19

 کابل او ولایتونه (پژواک ٢٤ غبرګولی ٩٣): د عبدالله عبدالله او اشرف غني ترمنځ د ولسمشرۍ د دويم پړاو ټاکنې په نسبتاً با امنه فضا کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې ترسره شوې.

 د ټاکنو په دغه پړاو کې چې د سهار له اوو بجو څخه پیل شوې او د مازدیګر تر څلورو بجو پورې یې دوام وکړ، د هېواد د بېلابېلو سیمو اوسېدونکو او په تېره بیا ښځو په پراخه توګه ګډون وکړ.

 د رایې ورکونې په بېلابېلو مرکزونو کې د پژواک د خبریالانو د راپورنو او سترګو لیدلي حال پر بنسټ، د ټاکنیزو سرغړونو او درغلیو بېلابېل موارد په لاندې ډول ثبت شوي دي:

 هرات: د شینډنډ ولسوال عبدالحمید نور ویلي دي چې له ټولو ۴۲ مرکزونو څخه ۱۵ يې تړلي وو. د ده په وینا، دغه مرکزونه د ټاکنو په لومړي پړاو کې هم تړلي وو، خو ټاکل شوې وه چې په دویمه دوره کې پرانیستل شي، خو د امنیتي ګواښونو له امله دغه کار ترسره نه شو.

 بلخ-د دهدادي ولسوالۍ: د بلخ په ولایت کې د ټاکنو کمېسیون رییس عزت الله ارمان ویلي دي چې دې ادارې ته راپور رسېدلی چې د کمېسیون یو کارکوونکی د دهدادي په ولسوالۍ کې يې خلک مجبور کړي دي چې یوه نوماند ته رایه ورکړي.

 بلخ- مزارشریف: پژواک خبري اژانس داسې تصویرونه ترلاسه کړي دي چې د جلال الدین محمد بلخي په نوم د رایې ورکونې د یوه مرکز مشرې، رایه ورکونکې ښځې دې ته هڅولې چې د یوه ټاکلي نوماند په ګټه رایې وکاروي.

 کابل- د څرخي پله: د رایې ورکونې یو محل د نامعلومه لاملونو له امله تړل شوی او په یوه بل محل کې خبریالانو ته د ورننوتلو اجازه نه ده ورکړل شوې.

 یو بل هغه کس چې په محل کې یې شتون درلود او ویې نه غوښتل چې نوم یې واخیستل شي وویل چې په ولسي جرګه کې د خلکو د استازي الله ګل مجاهد ورور خلک او څارونکي له محل څخه لري کړي دي.

 کابل- د څرخي پل: د جنت خان تره خېل مدرسې د رايې ورکونې په محل کې څارونکو او خلکو ته د ننوتو اجازه ور نه کړل شوه او حتى محل ته نږدې وسله وال کسان هم ليدل کېدل.

د قاهر په نوم د عبدالله عبدالله د ټاکنيز ټيم يوه څارونکي وويل، چې وسله والو کسانو دى وهلى ډبولى او د موټر ښيښه يې هم ورماته کړې ده.

 بدخشان-فيض اباد: د بدخشان په مرکز فيض اباد ښار کې د سايف شهيد لېسې د رايې ورکونې په محل او همدارنګه په کشم، تيکان او يفتل ولسوالۍ په دوو محلونو د سهار تر نهه نيمو بجو خلاصې شوې.

باميان- کهمرد: د کهمرد ولسوال هادي سيغاني ويلي دي، چې د رايې ورکونې پاڼې غرمه مهال د کليچ سيمې د رايې ورکونې په څلورو ښځينه او نارينه محلونو کې ختمې شوې دي.

 هغه زياته کړه، هيله ده چې د رايې ورکونې پاڼې ډېر زر د باميانو مرکز ته ولېږدول شي، کنه زيات شمېر رايه ورکوونکي به له رايې پاتې شي.

 د دې تر څنګ غرمه مهال د ورث ولسوالۍ د رايې ورکونې په يوه مرکز کې د رايې ورکونې پاڼې پاى ته ورسېدې.

د باميانو د والي وياند عبدالرحمن احمدي وويل، امکان نه لري چې راى پاڼې د ځمکې له لارې ولېږدوي، ځکه چې د باميانو له مرکزه تر هغه ځايه اته ساعته وخت نيسي. هغه وويل، چې له کابله يې د الوتکې غوښتنه کړې ده.

 جوزجان: سهار ١١ بجې د رايې ورکونې پاڼې د شبرغان په ١٦ کيلومترۍ کې په مصر اباد کلي کې د ښځينه او نارينه مرکزونو راى پاڼې ختمې شوې.

باميان: د ټاکنو کارکوونکي د باميانو ښار د نجونو لېسې د کارته صلح ښوونځي د رايې ورکونې محلونو ته د خبريالانو د ورتګ او راپور جوړولو مخه ونيوله.

 ننګرهار-چپرهار: د ټاکنو خپلواک کمېسيون يوه ناظم، چې د نوم له اخيستلو يې ډډه کوله وويل، چې د ټاکنو يو شمېر صندوقونه تېره شپه د ځينو زورواکو له خوا ډک شوي او پاتې نور د ټاکنو په ورځ تر غرمې پورې د همدغو کسانو له خوا د يوه ځانګړي نوماند په ګټه ډک شوي دي.

د ټاکنو کمېسيون دغه ناظم ادعا وکړه، چې د رايې صندوقونه نن غرمه ١٢ بجې له ټاکل وخت نه څلور ساعته وړاندې شمېرل شوي دي.

 غور-فيروز کوه: د غور ولايت د ټاکنو کمېسيون اجرايي مرستيال فضل الحق وويل، چې په کمينج، غوک، دهن مرغه او شهرک ولسوالۍ کې په اوو ټاکنيزو مرکزونو کې د ملا مصطفى په نوم يوه ځايي زورواکي له خوا د اشرف غني په ګټه ډک شوي دي.

 جوزجان-شبرغان: د شبرغان ښار د جنرال دوستم لېسې په ټاکنيز مرکز کې د جنرال دوستم تصويرونه لګېدلي دي.

پر دې سربېره د اشرف غني احمدزي او جنرال دوستم تصويرونه د ابن يمين لېسې په ١٠ مترۍ کې لګېدلي او يو بل تصوير د ګوهرشاد بېګم لېسې څنګ ته د بېنر په بڼه لګېدلى دى.

 دايکنډي-نيلي: ځينو کسانو چې نر او ښځې په کې وې، د عبدالله د مرستيال محمد محقق تصويرونه د ميرجايي سيمې ټاکنيز مرکز کې او ځينو نورو ښځو د نيلي ښار نوجوي ټاکنيز مرکز کې وېشل او د ځينو رايه ورکوونکو د ادعا له مخې دوى ته ويل شوي وو، چې عبدالله ته رايه ورکړي.

  همدارنګه د علي ګل په نوم يوه کس د نيلي ښار ميرجايي سيمې ټاکنيز مرکز ته په ورننوتلو سره اشرف غني احمدزي ته ښکنځل وکړې. د ټاکنو دفتر کار کوونکو هغه له محله بهر کړ، خو بيا يې هم ګواښ وکړ، چې که عبدالله ته رايه ورنه کړي نو د ده له غبرګون سره به مخ شي.

 کابل-ميربچه کوټ: هدايت الله مخلص چې ځان د دې ولسوالۍ د يوه ښوونځي ښوونکى راپېژني وويل، چې د دکو هلکانو لېسې په مرکز کې د رايې ورکونې بهير ښه و، خو د غيرقانوني وسله والو او امنيتي ځواکونو شتون دوى ته د پوښتنې او اندېښنې وړ دى.

 هلمند-ګرشک: په هلمند ولايت کې د ټاکنو خپلواک کمېسيون رييس قدرت الله نقشبندي د ګرشک ولسوالۍ امنيه قوماندان حکمت الله حقمل تورن کړ، چې د ځانګړي نوماند په ګټه يې صندوقونه ډکول.

د هلمند د ټاکنو کمېسيون يوه چارواکي شفيع الله ساپي د عبدالله عبدالله د ټاکنيز دفتر مسوول معلم ميرولي تورن کړ، چې په ګرشک ولسوالۍ کې يې تقلب کړى دى.

 

 

Views: 0

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.