ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کابل په يو شمېر مرکزونو کې د ټاکنو جريان

د کابل په يو شمېر مرکزونو کې د ټاکنو جريان

author avatar
14 Jun 2014 - 15:27
د کابل په يو شمېر مرکزونو کې د ټاکنو جريان
author avatar
14 Jun 2014 - 15:27

کابل (پژواک ٢٤ غبرګولى ٩٣): د کابل په ډېرو سيمو کې د ټاکنو پروسه په سمه توګه روانه ده، خو په ځينو سيمو کې د تېر په پرتله په ټاکنو کې د خلکو ونډه کمه ده او د ټاکنو پر مهال له قانون څخه سرغړونې شوې دي.

د ولسمشرۍ لومړى پړاو ټاکنې د وري په ١٦مه ترسره شوې، خو له اتو کانديدانو يوه هم د بريا لپاره اړينې رايې ترلاسه نه کړې او ټاکنې دويم پړاو ته ولاړې.

دويم پړاو ټاکنې چې د دوو مخکښو کانديدانو (ډاکټر عبدالله عبدالله او ډاکټر اشرف غني احمدزي) تر منځ سيالۍ په کې روانې دي، نن سهار ٧ بجې پيل شوې دي.

سرغړونې

د پژواک خبريال غوښتل، چې د کابل د ١٦مې امنيتي حوزې اړوند سيمه کې د قلعه زمان خان د نجونو په لېسه کې د رايو ورکونې مرکز ته ولاړ شي او ټاکنيز بهير تر خبري پوښښ لاندې راولي، خو د مرکز مسوولو کسانو اجازه ورنه کړه.

دا په داسې حال کې ده چې د قانون له مخې رسنۍ کولاى شي د رايو ورکونې بهير تر خبري پوښښ لاندې راولي او له دغه بهير څخه تصويرونه هم ترلاسه او خپاره کړي.

دغه راز د پژواک خبريال له ياد شوي مرکز څخه بهر له يوې نجلۍ سره د ټاکنو د بهير په اړه مرکه کوله، خو د ياد مرکز مسوول محمدقربان ورغى او ويل يې، چې هلته خبريالان له چا سره د مرکې حق نه لري.

دغه راز ده يادې نجلۍ ته هم وويل، چې مرکه ونه کړي او په دې توګه خپل ژوند په خطر کې وانه چوي.

که څه هم په سيمه کې موظفو پوليسو محمدقربان ته وويل، چې د مرکې مخه دې نه نيسي،ځکه چې له مرکز څخه بهر د مرکو کول او نه کول د هغه دنده نه ده، خو ياده نجلۍ ووېرېده او له مرکې يې ډډه وکړه.

محمد قربان د نورو جزئياتو له ورکولو پرته وويل، چې دى هر څه د لوړو مقاماتو له هدايت سره سم تر سره کوي.

دغه راز د کابل د ميربچه کوت ولسوالۍ د “دکو” په سيمه کې د هلکانو په لېسه کې د رايو ورکولو په مرکز کې ناقانونه وسله وال او امنيتي ځواکونه ليدل شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د قانون له مخې امنيتي ځواکونه او هېڅوک حق نه لري، چې له وسلو سره د رايې مرکزونو ته ننوځي.

د هدايت الله محصل په نوم يو تن وويل، چې هلته د ټاکنو بهير سم روان دى، خو په مرکز کې د وسله والو شتون خلک اندېښمن کړي دي.

د دغه مرکز مسوول چې نه غواړي نوم يې څرګند شي، په دې اړه يواځې دومره وويل، چې وسله وال بايد د رايې مرکز ته داخل نه شي، خو په سيمه کې يوه امنيتي مسوول وويل: “امنيت ښه نه دى، داسې ايجابوي چې امنيتي ځواکونه د رايو په مرکز کې دننه شتون ولري.”

دغه راز د کابل په پلچرخي سيمه کې د نامعلومو دلايلو له مخې د رايې ورکولو يو محل تړل شوى او يوه بل ته څارونکي او خبريالان نه پرېښودل کېږي.

د سيمې يوه اوسېدونکي ډاکټر اجمل وايي، د پلچرخي په بازار کې د سپين جومات محل، چې سهار اوه بجې پرانيستل شوى و، څه کم نهه بجې د نامعلومو دلايلو له مخې وتړل شو، خو شاوخوا ١١ نيمې بجې بېرته پرانستل شو.

د دغه مرکز مشر وايي، مرکز ځکه د لنډ وخت لپاره وتړل شو، چې امنيتي ځواکونو غوښتل چې د دې مرکز درې محلونه بلې سيمې ته ولېږدوي، خو د خلکو له غبرګون سره مخ شول او اوس د دې مرکز ټول شپږ محلونه په ټاکلې ساحه کې فعال شوي دي.

له بلې خوا په څرخي پله سيمه کې د سناتور جنت خان تره خېل په دارالعلوم کې د رايې ورکولو محل ته خبريالانو او د دواړو کانديدانو څارونکو ته اجازه نه ورکول کېږي، چې محل ته ننوځي.

د پژواک خبريال له غرمې مخکې په شاوخوا لسو بجو له دغه ځاى څخه ليدنه وکړه او ويې ليدل چې هلته په شخصي کاليو کې له وسلو سره کسانو شتون درلود.

هڅه مو وکړه چې په دې اړه د ټاکنو د کمېسيون او امنيتي چارواکو سره خبرې وکړو، خو اړيکه ورسره ټينګه نه شوه.

په ټاکنو کې د خلکو ونډه

نن تر غرمې په ځينو سيمو کې په ټاکنو کې د خلکو ونډه د تير په پرتله کمه وه.

د کابل ښار د شپږمې ناحيې اوسېدونکې نسرين چې نن له غرمې مخکې يې خبرې کولې وايي، چې د ټاکنو له بهير څخه خوښه ده، خو د ولسمشرۍ د لومړي پړاو په پرتله په ټاکنو کې د خلکو ونډه کمه ده.

هغې وويل، چې د ځان او د نورو هېوادوالو د ښه راتلونکي په موخه يې رايه ورکړې ده او نور هېوادوال هم بايد خپلې رايې وکاروي.

د کابل ښار د لومړي مکروريانو اوسېدونکې ارغوان هم وايي، چې د ټاکنو پروسه ډېره ښه او بې درغليو روانه ده، خو د خلکو ګډون د تېر ځل په پرتله کم رنګه دى.

هغې زياته کړه: ((د خپل هېواد د ښې راتلونکې لپاره بايد ټول په شرايطو برابر هېوادوال رايه وکاروي.))

د پژواک خبريال د کابل د ده سبز ولسوالۍ د رايو ورکولو له څلورو مرکزونو ليدنه وکړه او په دې مرکزونو کې رايه ورکوونکو ويل، چې دغه ځل د پخوا په پرتله د خلکو ونډه کمه ده.

خو د کابل د ده سبز ولسوالۍ د تره خېلو کلي اوسېدونکي محمد ابراهيم وايي، چې هلته د ټاکنو بهير په ښه ډول پر مخ ځي او ګڼ شمېر خلک د رايې مرکزونو ته تللي تر څو خپلې رايې وکاروي.

هغه زياته کړه: ((زه ځکه رايه ورکوم، چې خپل راتلونکى ولسمشر وټاکم او دا زما مسووليت دى چې زه بايد په ټاکنو کې ګډون وکړم.))

د پغمان ولسوالۍ اوسېدونکى علي احمد شېرزى هم وايي، چې په دې ولسوالۍ کې د ټاکنو پروسه د خلکو په پراخ ګډون په ښه توګه پر مخ روانه ده.

هغه وايي: ((زه له ټولو خلکو غواړم چې راشي رايه ورکړي او خپل راتلونکى برخليک په خپل لاس وټاکي.))

دغه راز د کابل د خاکجبار ولسوالۍ اوسېدونکى محمد اجمل هم وايي، چې هلته د ټاکنو بهير سم روان دى او امنيتي ځواکونو هم کلک امنيتي تدابير نيولي دي.

ده زياته کړه: ((د هېواد د ابادۍ، سولې او پرمختګ لپاره رايه ورکوم او ښه ولسمشر ټاکم، تر څو خپلو هيلو ته ورسېږم.))

د کابل د بګراميو ولسوالۍ اوسېدونکى شکرالله وايي، چې هلته د ټاکنو پروسه په ښه او رڼه توګه روانه ده، امنيتي موظفين او د ټاکنو خپلواک کمېسيون کارکوونکي له خلکو سره ښه چلند کوي.

دى زياتوي: ((ما ځکه رايه ورکړه، چې د هېواد راتلونکى ولسمشر يو مومن انسان وي او هېواد له ستونزو خلاص کړي.))

د کابل د سروبي ولسوالۍ اوسېدونکى زمرى هم د ټاکنو له پروسې خوښ دى او وايي: ((ما رايه ورکړه، بس دى نور په جنګ او جګړو نه کےږي، بايد په رايه باندې خپل هېواد اباد کړو.))

د کابل ښار د ١١مې ناحيې اوسېدونکې ناديې هم له غرمې مخکې پژواک ته وويل، چې هلته د ټاکنو بهير سم روان دى او ډېر خلک په پوره لېوالتيا سره خپلې رايې کاروي.

هغې زياته کړه: ((موږ ټول بايد رايه ورکړو تر څو خپل برخليک په خپله وټاکو.))

د کابل ښار په دهمزنګ او نهمې ناحيې سيمو کې هم خلکو پژواک ته ويلي، چې ټاکنې په سمه توګه روانې دي او ډېر خلک په ټاکنو کې ونډه اخلي.

امنيتي ستونزې

نن سهار د ټاکنو تر پيل مخکې يوه چاودنه د کابل ښار د پنځمې امنيتي حوزې او بله چاودنه د دې ښار د يوولسمې امنيتي حوزې اړوند سيمه کې وشوه، خو چارواکي يې په اړه معلومات نه ورکوي.

دغه راز د کابل ښار د ١٦مې امنيتي حوزې اړوند د زمان خان کلا په سيمه کې يو موظف امنيتي کس د جزئياتو له ورکولو پرته وويل، چې د زمان خان کلا په مربوطاتو کې د امنيتي ځواکونو پر موټر چاودنه وشوه.

دغه راز نن شاوخوا لس بجې د ده سبز ولسوالۍ د تره خېلو کلي د نجونو په ښوونځي کې د رايو مرکز ته څېرمه د ماين چاودنه وشوه، خو مرګ ژوبله يې نه لرله.

تر چاودنې وروسته هم خلک ياد مرکز ته ورځي او رايه ورکوي.

په سيمه کې يوې امنيتي سرچينې پژواک ته وويل، چې امنيتي ځواکونو هلته يو بل ځاى پر ځاى شوى ماين هم کشف او خنثى کړى دى.

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.