پل علم (پژواک ٢٤ غبرګولى٩٣): د لوګر په دريو ولسواليو کې د رايو ورکولو شپږ مرکزونه، چې ټاکنيز توکي هم نه دي ور وړل شوي، تړل شوي دي.
د دغه ولايت د ټاکنو کمېسيون رييس ډاکټر نعمت الله وردګ د غبرګولي په ٢٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل، امنيتي ځواکونه نه دي توانېدلي څو د دغو مرکزونو امنيت وساتي.
وردګ وويل، په لوګر کې ټول ٧٧ د رايو مرکزونه فعال اعلان شوي وو، چې د ناامنيو له امله يې په خروار ولسوالۍ کې درې، په څرخ کې ٢ او په ازرې ولسوالۍ کې يو مرکز وتړل شول.
د لوګر امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالحکيم اسحاق زي پژواک ته تاييدکړه، چې په دغو دريو ولسواليو کې د ناامنيو له امله شپږ د رايو ورکولو مرکزونه تړل شوي دي.
اسحاق زي وويل، چې په نور ټولو سيمو او ولسواليو کې د رايې مرکزونو امنيت خوندي دى او د رايې ورکولو پروسه پيل شوې ده.
تر دې مخکې امنيه قوماندان له پژواک سره په مر که کې ويلي وو، چې په دغه ولايت کې به د ټاکنو په ورځ د رايې ورکولو ٧٧ ټول مرکزونه پرانيستي او امنيت به يې خوندي وي.
د يادولو ده، نن د جوزا په ٢٤مه په ټول هېواد کې د ولسمشرۍ دويم پړاو ټاکنې پيل شوې او دا پروسه به تر همدا نن مازديګره دوام وکړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP