لښکرګاه(پژواک ٢٤غبرګولى٩٣):د هلمندد ټاکنو کمېسيون وايي، چې د ګرشک ولسوالۍ امنيه قوماندان دويم څارن حکمت الله حقمل د يوه مشخص کانديد په ګټه درغلي پيل کړې ده.
د دې کمېسيون رييس قدرت الله نقشبندي پژواک خبري اژانس ته وويل،دغه قوماندان د پوليسو په موټرو کې خلک راانتقالوي،رايې پاڼې په زور اخلي او د ګوتې له رنګ کولو پرته يې د يوه مشخص کانديد په ګټه کاروي.
هغه د ولسمشرۍ دغه مشخص کانديد ډاکټر عبدالله عبدالله ياد کړ، چې دا کسان يې په ګټه درغلي کوي.
ده وويل،چې يو شمېر مېرمنو هم په دې ولسوالۍ کې د درغليو چارې پيل کړي ؛ خو په دې تړاو يې ډېر څه ونه ويل.
د هلمند د ټاکنوکمېسيون وياند شفيق الله ساپي بيا وويل،د ګرشک امنيه قوماندان د ولسي جرګې د يوه غړي معلم ميرولي زوى دى، چې هغه هم ورسره په دې درغليو کې مرسته کوي.
ساپي پژواک ته وويل، دا کسان په موټرو کې خلک راولي، په زوره د ټاکنو مرکز ته داخلېږي ، د ګوتو له رنګ کولو پرته رايه استعمالوي او بيا بل مرکز ته ځي.
هغه وايي، چې په دې اړه يې امنيه قوماندانۍ ته خبر ورکړى دى.
په ورته مهال د هلمند د امنيه قوماندانۍ وياند سمونوال عبدالاحد چوپان پژواک ته تاييد کړه، چې د ګرشک د امنيه قوماندان د درغليو شکايتونه ورته رسېدلي دي.
چوپان وويل، چې پوليسو ته د دې کار د مخنيوى سپارښتنه شوې ده؛ خو په دې تړاو يې ډېر څه ونه ويل.
تر دې مخکې د ياد ولايت امنيه قوماندان په ګډون ولايتي چارواکو ويلي وو، چې د ټاکنو د امنيت ترڅنګ به د دې ولايت حکومتي مامورين په ټاکنو کې لاسوهنې ونه کړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP