کابل، ايبک(پژواک، ٢٤غبرګولى ٩٣): خلک او ځايي چارواکي وايي، چې په کابل او سمنګانو ولايتونو کې د غرمې تر ١٢ بجو پورې د رايې ورکولو د ځينو مرکزونو راى پاڼې کمې شوې دي.
د پژواک خبريال په کابل کې د رايې ورکولو له څو مرکزونو څخه تر ليدنې وروسته وايي، چې د رايې ورکولو په ځينو مرکزونو کې د راى پاڼو کموالي ستونزه د څه باندې دوو ساعتونو لپاره غځېدلې ده.
د کابل ښار نهمې ناحيې په کابل باى لېسې ټاکنيز مرکز کې د عبدالله عبدالله د ټيم يوه څارونکي حاجي وحيدالله پژواک ته وويل، چې په دغه مرکز کې د رايې ورکولو پاڼې د سهار تر ٩:٣٠ پورې خلاصې شوې.
هغه زياته کړه، چې دغه مرکز د نارينه وو لپاره درې او د ښځو لپاره يو د رايې ورکونې محل لري، چې په څلورو واړو کې د غرمې تر ١٢ بجو پورې د راى پاڼو د رسېدو انتظار وو .
ددغه مرکز مشر شاهپور هم د راى پاڼو د کمښت پخلى وکړ، خو د ټاکنو کمېسيون سره له پر له پسې اړيکو سربېره هم تر اوسه ( د غرمې ١٢ بجې) دغه ستونزه نه ده حل شوې .
د شفيع الله په نامه يوه رايه ورکوونکي ددغې پېښې په اړه اعتراض کې وويل، چې څو ساعته انتظار و، خو تر غرمې پورې بريالى نه شو، چې رايه ورکړي.
هغه وويل، مرکزي چارواکو ويل، چې د ټاکنو کمېسيون ژمنه کړې، څو د خپلې خوښې پاڼې واستوي او بايد انتظار وکړي.
جلال د سروبي ولسوالۍ له چارواکو وغوښتل، چې سهار ١١ بجې په شفاخانه، د اوريا خېلو لوى کلي او ددغه ولسوالۍ په نجونو لېسه کې راى پاڼې خلاصې شوې دي.
هغه زياته کړه:((غوښتل مې، چې اورياخېل محل کې رايه ورکړم، خو ويل يې، چې د رايې ورکولو پاڼې خلاصې شوې او بايد انتظار وباسم.))
د سروبي دغه اوسېدونکي زياته کړه، چې سلګونه کسان په دوو نورو مرکزونو کې هم له ورته ستونزې سره مخ شوي دي.
په سروبي ولسوالۍ کې د ټاکنو ساحوي ناظم ملک رحمت هم د ورته ستونزې د پخلي ترڅنګ وويل، چې دغه موضوع يې د ټاکنو له ساحوي کميسيون سره شريکه کړې، خو ياده ستونزه تر اوسه نه ده لرې شوې.
همدارنګه د کابل ښار د ١٧ مې ناحيې په سراى شمالي ساحه کې هم ځينو محلونه د رايې ورکولو له کمښت سره مخ شوي دي.
په نجم الدين اغا جومات کې د شيراحمد په نامه يوه ځايي اوسېدونکي وويل، چې په دغه محل کې د رايې ورکولو پاڼې په ٩:٣٠ خلاصې شوې دي.
د کابل په بګرامۍ ولسوالۍ په عبدالشکور رشاد لېسه کې د رايې ورکولو له مرکز څخه د پژواک خبري اژانس خبريال د ځايي خلکو له قوله وويل، چې په دغه ولايت کې د رايې ورکولو پاڼې په لس نيمو بجو خلاصې شوې، خو د خلکو له اعتراض وروسته په ١٢ بجو تازه راى پاڼې مرکز ته ورسېدې.
پر دې سربېره د کابل ښار د ١٦ مې ناحيې يوه اوسېدونکي ارين احمدزي وويل، چې ورته ستونزه په موسى شفيق او غلام محى الدين رايې ورکولو مرکز کې هم پېښه شوې او ددې سبب شوه، چې په سلګونو نور کسان هم ونه کولى شي، رايه ورکړي.
د سمنګانو د ټاکنو کميسيون رييس احمدشاه وحيدي هم وويل، چې ددغه ولايت په حضرت سلطان ولسواليو کې د رايې ورکونې د ١١ مرکزونو رايې د غرمې تر ١٠:٣٠ پورې له کمې شوې، خو د غرمې په ١٢ بجو ورته د اړتيا وړ رايې رسېدلي دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP