Language

کابل او بدخشان کې زلزله وشوه

کابل (پژواک ٢٤ غبرګولى ٩٣): نن (د شنبې ورځ) سهار مهال زلزلې چې په کابل کې هم محسوسه شوه، د بدخشان د جرم ولسوالۍ هم لړزولې ده.

د امريکا د ځمک پېژندې ادارې خبر ورکړى چې دغه زلزله د شنبې سهار (د غبرګولي ٢٤مه) ٨ او ٢٨ دقيقې او ٤٢ ثانيې د بدخشان د جرم ولسوالۍ سوېل لوېديځ کې پېښه شوې ده.

د دې ادارې په ويبپاڼه کې راغلي، چې دغه زلزله د ريشتر په ٥،٤ درجې او تر ځمکې لاندې په ٢٠٦ کيلومترۍ کې رامنځته شوې ده.

د بدخشان سيمه ييزې سرچينو د ياد زلزلې د تلفاتو په اړه بې خبرې ښودلې ده.

افغانستان د نړۍ يو له زلزله پېښېدونکو هېوادونو شمېرل کېږي. د کال وروستۍ ډېرى زلزلې د هېواد په شمال ختيځ کې پېښې شوې چې ځينو يې تلفات هم درلودل.

Related Topics