Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

کلات کې ځانمرګى موخې ته له رسېدو مخکې وژل شوى

کلات ښار (پژواک ٢٥ غبرګولى ٩٣): د زابل ولايت په مرکز کلات ښار کې يو ځانمرګى موخې ته تر رسېدو مخکې وژل شوى دى.

د دغه ولايت د امنيه قوماندانۍ  د امنيت امر  غلام جيلاني  فراهي د غبرګولي په ٢٥مه پژواک خبري اژانس ته وويل ، چې دا پېښه نن غرمه دوولس بجې رامنځته شوې ده.

هغه زياته کړه، چې ځانمرګى د ښځو په جامو کې و او غوښتل يې کلات ښار ته ننوځي او پر دولتي ځواکونو بريد وکړي.

خو فراهي وايي، چې بريدګر د کلات ښار اړوند د سينک په سيمه کې ځان ته چاودنه ورکړې، چې له امله يې  دى خپله وژل شوى او يو ملکي وګړى ټپي دى.

وسله والو مخالفينو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.