تالقان (پژواک ٢٦ غبرګولى ٩٣): په تخار ولايت کې د مسګرۍ صنعت د ورکېدو په حال کې دی.
د دغه صنعت کارګر وايي، تر پخوا يې کاروبارو خورا کمزورى شوى، تر دې چې نه شي کولاى له دغه مسلک څخه ګټه ترلاسه کړي.
څلوېښت کلن عبدالله د تالقانو ښار د ″نيلګري کوڅې″ په یوه کوچنۍ هټۍکې د مسي لوښو جوړولو کار ځای لري.
د هټۍ یوې خوا ته جوړ شوي شيان لکه چای برې، چلمچي، بدنۍ او نور ډول ډول لوښي دي او بلې خواته زاړه لوښي، چې ډېری کباړ دي، پراته دي.
عبدالله پژواک خبري اژانس ته وويل، لس کاله مخکې به په همدې هټۍ کې ۶ کسه کاريګر وو؛ خو اوس دغه کسب نه شي کولی ځکه ګټه په کې نشته.
هغه له ازاد بازاره سر ټکوي او وايي: ((بهرني توکي چې افغانستان ته راځي، د هېواد تولیداتو لکه اهنګري، مسګري او ترکاڼۍ ته یې سخت زیان اړولی، پخوا بازار ښه و، اوس يې خوند نه دی پاتې، زه له مسو چایجوشې جوړوم، بدنۍ، چلمچي، د شیریخ کالبونه، دیګي هر څه جوړوم، خو خرڅلاو يې کم دى.))
مسګر عبدالله زياته کړه، لس کاله مخکې په تالقانو ښار کې د مسګرۍ پنځلس دوکانونه وو او ټول فعال وو، خو اوس يو دوکان پاتې دی.
عبدالله وايي، چې یو مسي چلمچى يا بدنۍ تر پنځه زره افغانۍ پلوري خو له نورو ملکونو راوړل شوي همدغه توکي، خو نکلي يې، په درې سوه افغانۍ پلورل کېږي.
يو دېرش کلن ځوان رحمت الله چې له مسګر عبدالله سره په دوکان کار کوي وايي، چې د بازار ساتلو لپاره تر ټولو مهمه چاره سيالي ده او د دې لپاره ښو امکاناتو ته اړتيا ده.
رحمت الله وايي، په تش لاس هم نه کېږي، چې د پرمختللو هېوادونو له تولیداتو سره سیالي وکړي.
ده وويل: ((يا دې له بهره د مالونو واردېدل بند شي، يا بايد برېښنا او ماشينونه ولرو، له دې پرته امکان نه لري چې سيالي ورسره وکړو. که په ماشین جوړ شي اسانه وي او ارزان هم پرېوځي.))
د مسي لوښو جوړولو په دغه دوکان کې عبدالناصر یواځېنى پېرودونکی و، چې د ځينو لوښو د بيو پوښتنه يې کوله.
نوموړی وايي، څو کاله مخکې کله چې له خپل پلار سره د مسګرۍ دوکان ته راته ډېره ګڼه ګوڼه به وه، خو اوس یې درک نه لګي.
هغه وايي، په لاس جوړ شوو توکو ته ارزښت ورکوي.
ده پژواک ته وويل: ((راغلی یم چې د مسو یو دیګی واخلم، ځکه چې زنګ يې نه وهي، مقاومت یې زیات دی، که لس یا شل کاله پاتې هم شي، خپل خاصیت له لاسه نه ورکوي.))
په تخار کې یواځې مسګر عبدالله نه دی چې له کاروباره شکايت لري، ډېرى داسې نور صنعت کاران هم ورته روزګار لري.
دوی وايي، کورني تولیدات نه شي کولی چې په ازاد باز ار کې سیالي وکړي.
د تخار ولايت د اقتصاد رييس عبدالرشيد رسولي پژواک ته وويل، چې په دې وروستيو کې د مسګرۍ صنعت د ورکېدو په حال کې دى.
رسولي وويل: ((له نورو هېوادونو ښه توکي راځي، ارزانه او ښکلي هم وي، حکومت يا بايد د ورته لوښو واردات بند کړي او يا کورني صنعت ته پاملرنه زياته کړي.))
بلخوا د افغانستان د سوداګرۍ او صنايعو د خونې مرستيال خان جان الکوزي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د مسګرۍ په ګډون د هېواد نور لاسي صنعت تر پخوا په بد حال کې دى.
دى وايي: ((دوه لاملونه دي؛ اول د ټکنالوجۍ پرمختګ او دويم زموږ په توکو کې نه نوښت، نړۍ ښه توکي جوړوي موږ په هماغه زاړه ډيزاين کې روان يو، دا بايد پرمختګ وکړي.))
دى وايي، چې حکومت بايد دې چارې ته پاملرنه وکړي، څو لاسي صنعت وده وکړي او خلک ترې ګټه واخلي.