Language

بلخ کې تر اوسه ٤٨ شکايتونه ثبت شوي

مزارشريف (پژواک ٢٦ غبرګولى ٩٣): د بلخ د ټاکنيزو شکايتو کمېسيون مسوولين وايي، چې په دغه ولايت کې تر دې دمه د ټاکنو اړوند ۴۸ شکايتونه شوي دي.

په دغه ولايت کې د ټاکنيزو شکايتو د کمېسيون مسوول دادمحمد انابي د غبرګولي په ۲۷مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په بلخ کې ډېری شکايتونه د دغه ولايت په مرکز مزارشريف ښار پورې اړوندېږي.

نوموړي زياته کړه، چې تر دې دمه ۴۸ شکايتونه شوي، چې ۴۲ يې ټيلېفوني او ۶ يې کتبي ثبت شوي دي.

د هغه په وينا، په شوو شکايتونو کې ځيني د زورواکو د لاسوهنې په اړه هم دي.

انابي که څه هم مشخص نه کړل خو ويې ويل، چې ډېری شکايتونه د ولايت د مرکز مزارشريف ښار اړوند دي او ځيني يې په ولسواليو پورې تړاو لري.

نوموړي زياته کړه، چې د ټاکنو په ورځ د رايې اچونې په مرکزونو کې د ټاکنو کمېسيون د کارکوونکو کمښت، همداراز د ټاکنو د کارکوونکو له خوا د باطلو رايو په سمو رايو باندې شمېرل، په څېر شکايتونه د مزارشريف ښار اړوند ډېر شوي دي.

د هغه په وينا، د ولسواليو اړوند ډېری شکايتونه د زورواکو د لاسوهنو په اړه دي.

انابي وويل، چې د کشندې ولسوالۍ اړوند کتبي شکايت ثبت شوي، چې په يو مرکز کې وروسته له ۱۲ بجو يو زورواکی راځي او په زوره صندوقونه ډکوي.

د مزارشريف ښار اوسېدونکي هم وايي، چې د ټاکنو په ورځ د ټاکنو د کمېسيون کارمندانو په وسيله ځای ځای د درغليو هڅه کېدله.

د مزارشريف ښار د ښاروالۍ سيمې اوسېدونکي توريالي پژواک ته وويل، چې د ټاکنو په ورځ د ښاروالۍ په مرکز کې يې رايه وکاروله.

نوموړي زياته کړه، چې د همدغه مرکز مدير يې وليد، چې يو رايه ورکوونکی هڅاوه او مرسته يې ورسره وکړه، چې مشخص کانديد ته رايه ورکړي.

د هغه په وينا، که چېرې د شکايتونو کمېسيون د شوو شکايتونو پر بنسټ د رايو د سپينولو ګړندۍ چارې ترسره کړي نو شونتيا شته چې د ولس حق پر ځای شي.

د ټاکنو د شکايتو کمېسيون مسوول انابي وويل، چې دغه کمېسيون د همدې په خاطر جوړ شوی چې د خلکو شکايت ثبت کړي او ويې څېړي.

تېره ورځ د بلخ د ټاکنو د خپلواک کمېسيون مسوول عزت الله ارمان هم پژواک ته ويلي، چې د شوو درغليو او سرغړونو له امله ويلی شي، چې ممکن په دغه ولايت کې د دوی له خوا د ۳۰ مرکزونو صندوقونه قرنطين شي.