Language

د تګاب سرپرست امنيه قوماندان ووژل شو

محمودراقي (پژواک ٢٦ غبرګولى ٩٣): د کاپيسا د تګاب ولسوالۍ امنيه قوماندان په يوه امنيتي پېښه کې وژل شوى دى.

د کاپيسا امنيه قوماندان مل پاسوال خواجه فقيراحمد صديقي د غبرګولي په ٢٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا پېښه تېره شپه  د يوه کمين پر مهال رامنځته شوې ده.

هغه زياته کړه ، چې د تګاب سرپرست امنيه قوماندان د وسله والو له يوه کمين سره مخ شو او   پر همدې مهال د زړه د حملې له امله مړ شوى دى.

خو يوې بلې سرچينې وويل چې نوموړى په ياده نښته کې وژل شوى دى.

امنيه قوماندان زياته کړه، چې د دې ولسوالۍ د ديګان په سيمه کې د يوه قوماندان په ګډون دوه وسله وال د خپل ماين چاودنې وژلي دي.

وسله والو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

Related Topics