کابل (پژواک ٢٦ غبرګولى ٩٣): ولسمشر حامد کرزي د هغو ١١ تنو قرباني ستايلې، چې په ټاکنو کې د ګډون له امله يې ګوتې غوڅې شوي او ډاډ يې ورکړى، چې عاملينو ته به يې سزا ورسېږي.
له بلې خوا وسله والو طالبانو هم دغه کړنه غندلې ده.
له ارګ څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ولسمشر حامد کرزي، نن له هغو ۱۱تنو سره ټېليفوني خبرې وکړې، چې د افغانستان د خلکو دښمنانو د هرات ولايت د رباط سنګي په ولسوالۍ کې په ټاکنو کې د ګډون له امله ور څخه ګوتې پرې کړې دي.
هغه په دغو خبرو کې د دې ترڅنګ، چې ژوبلو کسانو ته يې د لوى خداى له درباره د سملاسي روغتيا هيله کړې، د افغانستان د خلکو د دښمنانو دغه ناروا کړنه يې په کلکه غندلې ده.
ولسمشر په هېواد کې د ډيموکراسۍ د پياوړتيا، د ولسواک نظام د ستنو د ټينګښت او د ټاکنو له لارې د يوه مشروع نظام د رامنځته کېدو په لاره کې د دغو ۱۱تنو قرباني ستايلې ده.
نوموړي هغوى ته ډاډ ورکړى، چې له دوى سره به د دولت له خوا لازمې مرستې وشي او د دوى پر وړاندې د ترسره شوي ناروا عمل ترسره کوونکي به د خپل عمل په سزا و رسېږي.
د کورنيو چارو وزارت بيا وايي، د ملا شيرين اغا په نوم د مخالفينو يو قوماندان چې په ياده پېښه کې يې لاس درلود، وژل شوى دى.
دې وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه قوماندان پرون له يو بل ملګري سره يې د پوليسو او ملي اردو په ګډو عملياتو کې د رباط سنګي ولسوالۍ په حق ابه سيمه کې ووژل شو.
سرچينه زياتوي، امنيتي ځواکونه هڅه کوي د يادې پېښې ټول عاملين ونيسي.
خو وسله والو طالبانو بيا دغه عمل په کلکو ټکو غندلى او ويلي يې دي، چې داسې کړنې هېڅ شرعي اصل او جواز نه لري.
د دې ډلې وياند قاري يوسف احمدي پژواک اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې ويلي، چې دوى د پېښې په اړه په سيمه کې څېړنې وکړې او ورته جوته شوه، چې دا يوه خپلسرې کړنه او يا د دوى د بدنامولو يوه هڅه ده، ځکه د دوى په وينا، د دوى له لوري چاته د داسې کولو امر چاته نه دى شوى او نه يې هم دا پاليسي ده.
دوى ويلي، چې دوى به په دې اړوند خپلو هلوځلو ته لا هم دوام ورکړي، ترڅو يې عاملين پيدا او سزا ورکړي.