کندهار ( پژواک، ٢٦ غبرګولى ٩٣ ) : د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون وايي ، چې د ولسمشرۍ د دويم پړاو ټاکنو په اړه يې په کندهار کې تر دې مهاله تر ٤٠ پورې شکايتونه ثبت کړي دي.
د کندهار ولايت د ټاکنيزو شکايتونو د کمېسيون مشر مړوند وزيري پژواک خبري اژانس ته وويل ، د ټاکنو له ورځې وروسته ورسره د ٤٠ په شاوخوا کې بېلابېل شکايتونه ثبت شوي دي.
هغه زياته کړه، دغه شکايتونه د ولسمشرۍ د دواړو کانديدانو ډاکټر عبدالله او ډاکټر اشرف غني احمدزي د ټيمونو له خوا شوي، خو لومړى شکايت ورسره د عبدالله ټيم ثبت کړى دى.
نوموړي وويل، تر دې مهاله چې کوم شکايتونه شوي، ډېرى يې د ټاکنو د خپلواک کمېسيون د مامورينو په اړه دي، چې ګواکې د مشخص کانديد په ګټه يې درغلۍ کړې دي.
دى وايي، که ثبت شوي شکايتونه مستند وي، نو د ټاکنو پر پايلو اغېز لرلاى شي.
خو وزيري وويل، چې د تېر په پرتله دا ځل د ټاکنو په اړه شکايتونه کم دي، چې لامل يې د اړوندو ارګانونو ښه کار او له تېرو تجربو ګټه اخيستنه ده.
هغه خبر ورکړ، چې د شکايتونو د ثبتولو لړۍ نن شپه دوولس بجې پاى ته رسېږي او وروسته يې د څېړلو پړاو پيلېږي.
بل خوا د کندهار ولايت د ټاکنو د خپلواک کمېسيون مشر انجنير عبدالهادي داوري وايي، چې له څلورو ولسواليو پرته له کندهار ښار او نورو ولسواليو څخه د رايو صندوقونه او نور توکي له کومې امنيتي ستونزې رالېږدول شوي دي.
داوري پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د څلورو ولسواليو غورک، نېش، ميانشين او معروف ولسواليو د رايو صندوقونه به نن تر ماښام پورې د هوا له لارې راولېږدول شي.
هغه د ټاکنو د دويم پړاو په ښه تر سره کېدو خوښي وښودله او ويې ويل ، چې په ټاکنيزو مرکزونو کې د ناظرينو د شتون له امله ډېرې کمې درغلۍ شوې دي، چې له تېرو ټاکنو سره د پرتلې وړ نه دي.
د نوموړي په وينا، د ټاکنو د ښه تر سره کېدو يو لامل دا هم و، چې له دويم پړاو ټاکنو مخکې هغوى خپل ٦٦٦ هغه مامورين له دندو ګوښه کړل، چې د درغليو تور ورباندې لګېدلى و.
داوري وويل، دا ځل هم د کندهار تر درېيوسوه زره زياتو اوسېدونکو په ټاکنو کې برخه واخيسته.