کندهار (پژواک ٢٦ غبرګولى ٩٣): په کندهار ولايت کې د ماين چاودنې د يوې کورنۍ درې غړي وژلي دي.
د کندهار ولايت د مقام سرپرست مطبوعاتي مسوول دواخان مينه پال د غبرګولي په ٢٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا چاودنه نن سهار شاوخوا نهه بجې د سپين بولدک ولسوالۍ د سرکار ويالې په سيمه کې شوې ده.
هغه زياته کړه، يو ملکي سوزوکي موټر له يادې سيمې د تېرېدو په حال کې و، چې د سړک غاړې ماين پرې وچاودېد.
مينه پال وويل چې په دې چاودنه کې يو پلار له خپلو دوو وړو زامنو سره وژل شوى او يو تن ټپي دى.
د کندهار ولايت له خوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې دغه چاودنه په کلکه غندل شوې او کښلي يې دي، چې وسله وال تل ملکي وګړي په نښه کوي.
وسله والو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.