Language

د هاوان مرمۍ يو ماشوم وواژه او ٥ نور يې ټپيان کړل

اسعد اباد ( پژواک، ٢٧ غبرګولى ٩٣ ) : د کونړ ولايت پر مرکز اسعداباد د هاوان  يوې مرمۍ د لګېدو له امله يو ماشومان وژل شوى او پنځه نور ژوبل شوي دي.

د کونړ امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالحبيب سيد خېل د غبرګولي په ٢٧مه، پژواک خبري اژانس ته وويل ، چې دا پېښه نن تر غرمې مخکې په شاوخوا لسو نيمو بجو د ولايت د مرکز اسعداباد ښار اړونده د دم په کلي کې رامنځته شوې ده.

هغه زياته کړه، چې له نامعلوم لوري څخه توغول شوې يوه مرمۍ د خوړ پر غاړه لګېدلې، چې له امله يې په سيمه کې په لوبو بوختو ماشومانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

سيدخېل وويل ، چې په دې پېښه کې يو ماشومان وژل شوى او پنځه نور ژوبل شوي دي.

د کونړ د ملکي روغتون رييس ډاکټر فاروق سهاک پژواک اژانس ته وويل، دوى ته ياد ټپيان راوړل شوي، چې د يوه روغتيايي حالت د اندېښنې وړ د ى.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

Related Topics