ګردېز، خوست، لښکرګاه ( پژواک، ٢٧ غبرګولى ٩٣ ): د يو شمېر ولايتونو ځوانان او د مدني ټولنو غړي د بېلابېلو غونډو په ترڅ کې د خلکو رايو ته د احترام غوښتونکي شول.
دوى دغه څرګندونې په داسې حال کې وکړې، چې د اصلاحاتو او همپالنې ډلې کانديد ډاکټر عبدالله عبدالله تر ټاکنو وروسته د پايلو د نه منلو او په ځينو ختيځو او سوېلي ولايتونو کې د زياتو رايو کارېدلو ادعا وکړه.
د پکتيا ولايت يو شمېر ځوانانو او دمدني ټولنو غړو ديوې غونډې په ترڅ کې غوښتنه وکړه، چې خلک بايد ددې ولايت رايو ته احترام وشي.
دوی وويل ، چې ددې ولايت اوسېدونکو د رايې اچونې پرمهال زيات امکانات په کار اچولي وو او په دې برخه کې يې زياتې قربانۍ ورکړې دي .
دا خبرې په داسې مهال کېږي ،چې دوه ورځې وړاندې د ولسمشرۍ کانديد ډاکټر عبدالله عبدالله په يوه خبرې غونډه کې يو شمېر نا امنې سيمې تر پوښتنې لاندې راوستلې وې .
د يادې خبري غونډې يوتن ويناوال محمد الرحمن قادري وويل: (( موږ لومړى دامنيتي چارواکو قرباني ستايو او مننه ترې کوو ،چې د ټاکنو په ورځ يې ښه امنيت نيولی وو.))
نوموړي وويل دواړه خواوې بايددخلکو رايو ته احترام وکړي ، ځکه چې په سختو شرايطو کې يې رايه کارولې ده.
د هغه په وينا، له ټاکنو وړاندې دپکتيا خلکو په بېلابېلو غونډو او تصميمونو کې دښو انتخاباتو دترسره کولو لپاره بېلابېلې لارې چارې په کار اچولې وې .
ددې غونډې يو بل ګډونوال محمد جهاد احمدزي وويل ، دواړه غاړې بايد دټاکنو پايلې په سوله ييز ډول ومني .
دی وايي هرهغه څوک ،چې شکايت لري ، نو له قانوني لارو دې وړاندې کړي او دخپلو رايو دفاع دې وکړي .
دغه راز په خوست کې د مدني ټولنو غړيو او ديني عالمانو يو ځل بيا د اصلاحاتو او همپالنې د ټيم د وروستيو څرګندونو په غبرګون کې اعتراضيه غونډه جوړه او خبري کنفرانس ورکړ.
د مدني ټولنو دغو فعالانو د خوست د ميديوتيک په رسنيزمرکز کې د يوې خبري غونډې په ترڅ کې په دويم پړاو ټاکنو کې د خلکو د پراخ ګډون په اړه د ډاکټر عبدالله او د هغه د مرستيال وروستۍ څرګندونې وغندلې.
ډاکټر عبدالله او د هغه لومړي مرستيال انجنير محمدخان ويلي، چې د خوست نفوس تر پنځه سوه زره کسانو کم دی او د ټاکنو په ورځ کارول شوې رايې د رايه ورکوونکو له اصلي شمېر څخه بيخي زياتې دي.
د خوست د مدني ټولنې يوتن فعال او ژورنالېست فاروق جان منګل د يادو خبرو د غندنې ترڅنګ وويل، د اصلاحاتو او همپالنې ټيم په افغانستان کې د قومونو ترمنځ تبعيض او تعصب ته لمن وهي.
نوموړي زياته کړه، چې ډاکټر عبدالله عبدالله او د هغه ډله دې د لويې پکتيا په ځانګړي ډول د خوست د خلکو رايو ته درناوی وکړي او په سپک نظر دې نه ورته ګوري.
فاروق جان دغه راز وويل، چې د ځينو معلوماتو له مخې، دغه ولايت د رايې کارونې په شرايطو برابر اووه سوه زره کسان لري، خو په ټاکنو کې ۴۵۰ زره کسانو ګډون کړی دی.
نوموړي له دواړو کانديدانو وغوښتل، چې مخکې له مخکې دې د ټاکنو د نتايجو په اړه خبرې او پرېکړې نه کوي، ځکه دغه کار په ښکاره توګه تاوتريخوالي ته لمن وهل دي.
د دې ولايت يو تن ديني عالم مولوي محمد سردار ځدراڼ هم يادې خبري غونډې ته په خبرو کې د اصلاحاتو او همپالنې د ټيم له لوري د خوست د نفوسو سروې رده کړه او دا يې د سردار محمد داود خان د واکمنۍ پرمهال ترسره شوې سروې وبلله.
مولوي سردار زياته کړه، خلک اوس پوهيدلي دي، چې په هېواد کې د سولې او ثبات ټينګښت يواځې پر شفافو ټاکنو پورې تړلی، نو له همدې امله د شنبې ورځې په ټاکنو کې په دغه ولايت کې هيڅ ډول درغلي نه مني.
د خوست د مدني ټولنې يو بل تن غړي محمد غفور مهدي خبريالانو ته وويل، چې تر ډېره بريده په خوست کې د رايو له مرکزونو څخه اخيستل شوې ويډيوګانې دا ښيي، چې د تېرو ټاکنو په څېر د خلکو ګډون پراخ و.
نوموړي ګواښ وکړ، چې که د ټاکنو خپلواک کمېسيون د ولسونو رايو ته درناوی ونه کړي، نو پراخ لاريونونه به وکړي او له هرې ممکنه لارې څخه به خپل حق وغواړي.
دغه راز په يوه بله غونډه کې چې په هلمند ولايت کې جوړه شوې وه، ددې ولايت ځوانانو او د مدني بنسټونو له خوا د افغانانو رايو ته داحترام غوښتنه وشوه.
دبريالي هلمند په نوم يوه ځوان وويل ،دوی تازه دډيموکراسۍ په لور حرکت کړی ، دولت او پخواني قوماندانان او مشران ددې پرځای ، چې دغه لاسته راوړنه وغندي مرسته دې وکړي.
دعبدالستار ستوري په نوم د مدني ټولنې فعال غوښتنه وکړه ، چې دواړه کانديدان او دهغوی پلويان دې نور د شخصي ګټو پرځای ملي ګټه پاملرنه وکړي او دافغان سرتېرو او ملکي وګړو قربانيو ته دې احترام وکړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP