Language

معلم ميرولي هغه تورونه رد کړل چې ګنې په ټاکنو کې يې درغلۍ کړي

لښکرګاه(پژواک ۲٧غبرګولى۹۳)په هلمند کې د ډاکټر عبدالله دکمپاین مسوول معلم ميرولي هغه تورونه رد کړل،چې ګنې په ټاکنو کې يې درغلۍ کړې دي.

نوموړي په همدې تړاو جوړه شوې غونډه کې وويل، چې د دې ولايت د ټاکنو کمېسیون په ناحقه سره تورن کړى، چې په  ګرشک ولسوالۍ کې يې د  ډاکټر عبدالله په ګټه صندوقونه ډک کړي دي.

د هلمند د ټاکنو خپلواک کمېسيون رييس د ټاکنو په ورځ ويلي و، معلم ميرولي او زوى يې،  چې د ګرشک امنيه قوماندان دى؛ له خپلې دندې په استفادې په ټاکنو کې درغلۍ کړې دي.

خو معلم ميرولي وويل: (( په ګرشک کې ماته یوه کشر مامور وویل، ته حق نلرئ، چې په ټاکنو کې لاسوهنه وکړې . زه  د ولسي جرګې  وکیل یم او حق لرم؛ نظارت وکړم.))

میرولي ادعا وکړه، چې په هلمند کې د ډاکټر اشرف غني په ګټه کار شوی ؛خو د عبدالله عبدالله  لپاره درغلۍ نه دي شوې.

په دې غونډه کې پخواني جهادي قوماندان امیر حفیظ الله خان حقیار د دې ولايت د ټاکنو کمېسیون  تورن کړ ، چې په ټاکنو کې بې طرفه نه دى.

ده وويل: ((په هلمند کې د تمې خلاف ډېرې رايې کارل شوې دي؛ چې بېلګه يې ګرمسېر ولسوالۍ ده. هلته ۶۰۰۰ رايې کارول  شوي او ډېر يې د اشرف غني دي.))

خو د هلمند د ټاكنوکمېسيون رييس قدرت الله نقشبندي يو ځل بيا ټينګار وکړ، چې معلم ميرولي په درغليو کې دخيل وو.

دى وايي: ((د ټاکنو په ورځ ۱۹۴۰ تنو د ډاكټر عبدالله او ۱۳۴۲تنود ډاكټراشرف غني ناظرينو په دې ولايت کې د ټاکنو له بهيره  نظارت وکړ. نو دوى ته خپله هر څه معلوم دي.))

بل لورته د نادعلي، ناوې، او ګرمسېر امنيه قوماندانو او ولسولانو پژواک ته  وویل،د ټاکنو په ورځ د  ولسمشرۍ د دواړه کانديدانو  ناظرین د رايو په مرکزونو کې حاضر وو.

د ټاکنو په ورځ د هلمند د ټاکنو کمېسيون رييس نقشبندي ، د ګرشک ولسوالۍ امنيه قوماندان دويم څارن حکمت الله حقمل او د هغه پلار معلم ميرولي د ډاکټر عبدالله په ګټه  په درغلۍ تورن کړ.

 قدرت الله نقشبندي ويلي،دغه قوماندان او پلار يې معلم ميرولي، د پوليسو په موټرو کې خلک انتقالول،رايې پاڼې يې په زور اخيستې او د ګوتو له رنګ پرته به يې د يوه مشخص کانديد په ګټه کارولې.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.