Language

ملي امنيت د بېنوا ويبپاڼې مسوول په کندهار کې نيولى

کندهار ( پژواک، ٢٧ غبرګولى ٩٣ ) : د کندها ولايت د ملي امنيت ادارې د بېنوا ويبپاڼې چلوونکى خالد هادي حيدري نيولى دى.

نوموړى نن د غبرګولي په ٢٧مه غرمه مهال په کندهار هوايي ډګر کې هغه مهال ونيول شو، چې غوښتل يې له کندهار څخه کابل ته سفر وکړي.

د کندهار ولايت مقام د مطبوعاتي دفتر سرپرست مسوول دواخان مينه پال پژواک خبري اژانس ته ومنله ، چې خالد هادي حيدري نيول شوى دى.

هغه زياته کړه د بېنوا ويبپاڼې مسوول د هغو ليکنو په تړاو نيول شوى، چې د کندهار په والي ډاکټر توريالي ويسا، د هغه په مېرنې ډاکټر رنګينې ويسا او په ټوليزه توګه د دغه ولايت په چارواکو پسې يې کړې وې.

د نوموړي په وينا، په دې اړه چې کومې ليکنې په بېنوا ويبپاڼه کې خپرې شوې د ژورناليزم له ټولو اصولو څخه څرګنده سرغړونه او شخصيت وژنه ده، په همدې بنسټ خالدي حيدري بايد د خپرو شويو ليکنو په اړه سپيناوى وکړي.

مينه پال وايي، خالد هادي حيدري دا مهال د ملي امنيت له څارنوالۍ سره توقيف دى او ورڅخه پوښتنې پيل شوې دي.

نوموړي دا هم وويل، چې د موضوع په اړه نور جزئيات به د پوښتنو د پايلو تر معلومولو وروسته د رسنيو په واک کې ورکړل شي.

د بېنوا ويبپاڼې مسوول خالد هادي حيدري ، چې په اصل کې د کندهار ولايت اوسېدونکى دى، خو اوس  په امريکا کې اوسېده.

نوموړى څو ورځې مخکې کندهار ته د خپلو دوستانو د ليدو لپاره راغلى و، چې نن يې له کندهار څخه د بېرته سفر کولو مخه ونيول شوه او توقيف شو.

په بېنوا ويبپاڼه کې د کندهار په چارواکو پسې بېلابېلې ليکنې شوې وې، چې د هغوى غبرګونونه يې را پارولي او په وار وار يې د بېنوا ويبپاڼې له مسوولينو غوښتنه کړې وه، چې هر څه د اسنادو او شواهدو پر بنسټ خپاره کړي.

بلخوا د ژورنالېستانو د خونديتوب ټولنې د بينوا ويبپاڼې د مسوول پر نيول کېدو اندېښنه څرګنده کړې ده او دده نيول  يې غير قانوني بللي دي.

د يادې ټولنې له خوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي ، چې د هادي نيونه د هېواد د نافذه قوانينو خلاف کار دى او د هغه د خوشې کولو غوښتنه يې کړې ده.

Related Topics