Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

پنځه تنه په ټاکنو کې د تقلب په شک ونيول شول

کندوز(پژواک، ٢٧ غبرګولى ٩٣): د کندوز پوليسو پنځه تنه د غويي ٢٤مې نېټې ټاکنو کې د درغيلو او تقلب په تور ددغه ولايت په علي اباد او خان اباد ولسواليو کې نيولي دي.

د کندوز امنيه قوماندانۍ وياند سيد سرور حسيني وايي، چې ددغو کسانو له ډلې يې يو تن د يوه ځانګړي  کانديد په ګټه په نښه شوو راى پاڼو سره په  خان اباد ولسوالۍ  کې نيولي دى.

نوموړي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه تن د خپل کړي تقلب له امله مجرم  وبلل شو او عدلي او قضايي ارګانونو ته ور وپېژندل شو.

 حسيني زياته کړه، چې څلور نور کسان هم د علي اباد ولسوالۍ  اړوندو ساحو کې په ځينو درغليو لکه د څو کارتونو کارول، د تبليغاتي جامونو په اغوښتلو او څارنې د موقف نه په استفادې نيولي دي.

د کندوز د پوليسو وياند وويل، چې دغه کسان د ټاکنو خپلواک کمېسيون او پوليسو قانون پر بنسټ نيول شوي دي.

 هغه زياته کړه، چې د پوليسو دنده د ټاکنيزې پروسې امنيت نيول دي او دغه امنيتي بنسټ به د ټاکنو د رايو تر اعلان پورې بې پرې پاتې شي

د کندوز ولايت د ټاکنو خپلواک کمېسيون د رسنيو او عامه پوهاوي مسوول حميدالله بلوڅ د امنيتي چارواکو له قوله وويل، چې د ټاکنو پنځه کارکوونکي يې د علي اباد په زنګي ساى او خان اباد ولسوالۍ کې تقلب او درغلۍ په تور نيولي دي.

 بلوڅ پر دې سربېره وويل، پوليسو عدلي او قضايي ارګانونو ته ددغو کسانو له  ورپېژندلو وروسته دغه موضوع په رسمي ډول په دې ولايت کې د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون ته استولې ده.

په کندوز کې د ولسمشرۍ دويم پړاو ټاکنې د ښځينه وو او نارينه وو په ګډون د ١٩٤ زره کسانو په برخې اخيستو  ددې ولايت په مرکز شپږو ولسواليو کې تر سره شوې، چې ٣٦ سلنه ګډونوالې يې ښځې وي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.