غزني(پژواک ۲۷غبرګولى ۹۳):د غزني په قره باغ او جغتو ولسواليو کې يو پوليس او٢٣ وسله وال وژل شوي اودوه پوليس ټپيان دي.
دا مرګ ژوبله د ايساف په هوايي بريد او د رايې صندقونو د لېږد پر مهال په نښته کې رامنځته شوې ده.
د غزني د والي ویاندشفیق ننګ پژواک خبري اژانس ته وويل،تېره شپه ناوخته دقره باغ د″قبرغې″ په سیمه کې څو تنو وسله والو غوښتل، چې د پوليسو پر پوستو بريدونه وکړي.
ننګ وايي،د وسله والو تر دې پلان مخکې د بهرنيو پوځيانو چورلکو پر دوى بريد وکړ،چې د بهرنيو طالبانو په ګډون په کې ١٢ تنه ووژل شول.
د نوموړي په خبره ، چې په دې بريد کې ولسي وګړو ته زيان نه دى اوښتى.
د سیمي يوه اوسېدونکي احمدخان پژواک ته وويل، څو وسله وال تېره شپه له وسلو سره جومات ته ورغلل او بيا په سيمه کې په يو کور کې ځاى پر ځاى شول.
ده وويل، د شپې ناوخته پر دې کور د بهرنيو پوځيانو چورلکو بريد وکړ، ښايي مرګ ژوبله يې ور اړولې وي.
دغه راز چارواکي وايي، تېره ورځ په ″تورګڼ″ سيمه کې له وسله والو سره نښته شوې، چې په کې يو پوليس او ١١ طالبان وژل شوي او دوه پوليس ټپيان دي.
د غزني د والي وياند وايي، دا نښته هغه مهال رامنځته شوه، چې وسله والو طالبانو په ياده سيمه کې د رايې صندوقونو پر لېږدوونکي کتار بريد وکړ.
د غزني د ټاکنو خپلواک کمېسيون رييس اختر محمدپژواک ته وويل، په دې نښته کې د ټاکنيزو توکو او رايې صندوقونو ته زيان نه دى اوښتى.
نوموړي وويل، چې دغزني ولايت له ټولو ولسواليو څخه ورته د رايو صندوقونه رسېدلي دي.
وسله والو طالبانو تراوسه د دې پېښو په تړاو څه نه دي ويلي.