Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

څلور پولیس ووژل شول

څلور پولیس ووژل شول

author avatar
17 Jun 2014 - 09:49
څلور پولیس ووژل شول
author avatar
17 Jun 2014 - 09:49

لښکرګاه(پژواک۲۷ غبرګولي۹۳) : د هلمند په سنګین کې ولسوالۍ کې دیوه برید په ترڅ کې د عامه نظم څلور پولیس ووژل شول. 

د دې ولایت د والي ویاند عمر ځواک دغبرګولي په ۲۷ مه  پژواک خبري اژانس ته وویل، تېره ورځ  ناوخته دسنګین ولسوالۍ په″ فتح محمد فیچ″  سيمه کې یاده پېښه شوې ده.

نوموړي وویل، وسله والو طالبانو د عامه نظم پولیسو پر امنیتي پوستې د راکټ برید کړی ، چې په ترڅ کې يې څلور پولیس یو ځای وژل شوي دي.

د ده په وینا، وروسته جګړه هم شوې ده، برید کوونکي ژر له سیمې تښتیدلي ؛ خو دا يې ونه ویل ،چې وسله والوته مرګ ژوبله اوښتې ده او که نه ؟

وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.

 ياده دې وي،چې په همدې ورځ په دوه نورو بریدونو کې هم په سنګین او نوزاد ولسوالیو کې یو پولیس او دوه  د ټاکنو کمېسيون  کار کوونکي وژل شوي وو.

دا بريدونه د يادو ولسواليو پر لويو لارو هغه مهال وشول، چې د افغان سرتېرو د راىو صندوقونه له سيمو څخه راانتقالول.   

  چارواکي وايي، د رايې صندقونو ته زيان نه دى رسېدلى.

Views: 0

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.