مزارشريف ( پژواک، ٢٧ غبرګولى ٩٣ ) : د بلخ ولايت د مدني ټولنو فعالين وايي، چې د ولسمشريزو ټاکنو دواړه کانديدان بايد اندېښنې پارونکې څرګندونې ونه کړي.
د بلخ ولايت په مرکز مزارشريف ښار کې د غبرګولي په ۲۷مه، د (( افغانانو د رايو درناوى، په هېواد کې د بحران مخنيوی)) تر سرليک لاندې د بلخ ولايت يو شمېر مدني ټولنو په خبري ناسته کې وويل، چې د ولسمشريزو ټاکنو دواړه کانديدان، ټاکنيز کمېسيونونه او افغان دولت بايد د افغانانو د رايو درناوى وکړي او هېواد به له بحران سره مخ نه کړي.
ياده خبري ناسته، چې د ويښ ځوانانو غورځنګ، هويدا اوونيزې، د شمال د خلکو عنعنوي اصلاحي جرګې، بلخ ادبي خوځښت، پسرلي مجلې، افغان لمر او د پرخې مجله له خوا جوړه شوې وه،د بلخ ولايت د ټاکنو د خپلواک کمېسيون او د شکايتونو کمېسيون مسوولينو هم په کې برخه اخيستې وه.
د بلخ ولايت د ادبي او کلتوري ټولنې- بلخ ادبي خوځښت د رهبرۍ شورا غړي او د بلخ پوهنتون استاد محمد ضمير سار په ياده خبري ناسته کې خبريالانو ته وويل، چې په لومړي ځل د افغانانو د رايو له برکته په افغانستان کې له يو ولسمشر څخه بل ولسمشر ته واک لېږدول کېږي؛ نو بايد درناوى يې وشي.
نوموړي د ټاکنو له خپلواک کمېسيون او له امنيتي ارګانونو څخه مننه وکړه، چې د غبرګولي په ۲۴مه، يې افغانانو ته په ټاکنو کې د پراخ ګډون اسانتيا برابره کړه.
خو ضمير سار وويل: ((هېڅوک حق نه لري، چې د افغانانو د دغه ديموکراتيک حرکت پر وړاندې پُسخند وکړي.))
نوموړي زياته کړه، چې د ټاکنو دواړه کمېسيونونه بايد خپلواکي وساتي او هڅه وکړي، چې د ټاکنو روڼتيا تر پوښتنې لاندې رانشي.
په مزارشريف ښار کې د چاپېدونکې ناپېيلي اوونيزې هويدا د امتياز څښتن مختار وفايي وويل، هېڅوک حق نه لري، چې د افغانانو رايو ته په کمه سترګه وګوري.
نوموړي زياته کړه، چې ځينې کانديدان تر دې دمه د ټاکنو تر سره شوي جريان په اړه داسې څرګندونې کوي، چې افغان ولس سره د ځان او د وطن په اړه اندېښنې پيدا کوي.
د هغه په وينا، دواړه کانديدان او دوی ته اړوند لوري بايد له قانوني لارو چارو د ټاکنو په اړه خپل ګامونه پورته کړي.
وفايي وويل، چې د ټاکنو کمېسيون له اعلان نه وړاندې هېڅوک د ټاکنو د پايلو په اړه شمېرو د وړاندې کولو حق نه لري، بايد د دواړو کانديدانو لوري او نورې خواوې له دغه ډول حرکتونو څخه ډډه وکړي.
د بلخ د ټاکنو د خپلواک کمېسيون مسوول عزت الله ارمان ، چې د مدني ټولنو په استازيتوب يې په ياده خبري ناسته کې برخه اخيستې وه، وويل، چې په بلخ ولايت کې که څه هم درغلۍ شوې دي، خو د لومړي پړاو د ټاکنو په پرتله کچه کمه وه.
نوموړي د مدني ټولنو له ياد حرکت څخه د مننې تر څنګ وويل، چې مدني ټولنې او رسنۍ کولی شي، چې له دوی سره د ټاکنو د روڼتيا په برخه کې مرسته وکړي.
د هغه په وينا، که څه هم په بلخ ولايت کې ځای ځای زورواکو د ټاکنو کمېسيون د سيمه ييزو يو ورځني کارکوونکو په مرسته درغلۍ کړي؛ خو دوی ډاډ ورکوي، چې د ټاکنو روڼتيا ته پام ساتي.
د بلخ ولايت د ټاکنو د شکايتو کمېسيون مسوول وحيدالله نيازي، هم ياده خبري ناسته کې برخه اخيستې وه، نوموړي د مدني ټولنو د ياد حرکت ستاينه وکړه.
هغه زياته کړه، چې دوی په همدې هڅو کې دي، چې د افغانانو د رايو درناوى وشي؛ خو ولس بايد ورسره مرسته وکړي.
د هغه په وينا، دوی به د بلخ ولايت د ۴۸ ثبت شويو شکايتونو په اړه جدي څېړنه وکړي او په مرسته به يې تورې رايې له سپينو بېلې کړي.