کابل (پژواک ٢٩ غبرګوى ٩٣): په کابل کې څه باندې سلو کسانو پر تحصن لاس پورې کړى او ادعا کوي چې د ولسمشرۍ دويم پړاو ټاکنو کې د ټاکنو کمېسيون له خوا تقلب، درغلۍ او سرغړونې شوې او حکومت په دغه پړاو ټاکنو کې خپله بې طرفي نه ده ساتلې.
د ولسمشرۍ دويم پړاو ټاکنې د غبرګولي په ٢٤مه د ډاکټر اشرف غني او ډاکټر عبدالله ترمنځ ترسره شوې، خو د ولسمشرۍ وياند ډاکټر عبدالله تېره ورځ له غرمې وروسته په يوه خبره غونډه کې وويل، چې پر ټاکنيزوکمېسيونونو باور نه لري او د رايو شمېرنه دې بې له ځنډه ودرول شي.
هغه ادعا وکړه، چې ولسمشر هم خپله بې طرفي نه ده ساتلې.
د ټاکنو خپلواک کمېسيون د ډاکټر عبدالله د غوښتنې په غبرګون کې ويلي، چې دوى به د رايو شمېرنې پروسې ته د مدني ټولنې، ملي او نړيوالو څارونکو پر وړاندې اصولو او قوانينو ته په پام سره دوام ورکړي.
ولسمشرۍ رياست هم د عبدالله هغه څرګندونې رد کړې، چې ګني حامد کرزى د يوه ځانګړي نوماند ملاتړ کوي.
خو ځيني کابل ښاريان چې شمېر يې نږدې سل کسه دى، نن د ډاکټرعبدالله په مشرۍ د کابل نوي ښار زرنګار پارک ته څېرمه تر يوې خېمه لاندې خپل تحصن پيل کړ.
محمدهاشم راد مردم، چې د تحصن کوونکو په استازولۍ يې خبرې کولې پژواک خبري اژانس ته وويل: ((موږ دلته راټول شوي يو او د ټاکنو کمېسيون د تقلب ، درغليو او سرغړونو په خاطر مو تحصن کړى دى.))
نوموړي زياته کړه، چې حکومت د ټاکنو په دويم پړاو کې خپل بې پرېتوب نه دى ساتلى.
تحصن کوونکو وويل، چې بايد د ټاکنو خپلواک کمېسيون د افغانستان د خلکو رښتينو رايو ته درناوى وکړي او حکومت خپله بې طرفي وساتي.
د محمد داوود په نوم يوه تحصن کوونکي وويل: ((څو چې د ټاکنو خپلواک کمېسيون د خلکو پاکې او ناپاکې رايې سره بېلې نه کړي او حکومت خپله بې طرفي ونه ساتي، نو خپل تحصن ته به دوام ورکړي.))
يوه بل تحصن کوونکي محمد امان په ټاکنو کې د درغلګرو د مجازاتو غوښتنه وکړه او د جزئياتو له ورکړې پرته يې وويل، چې بهرنيان د هېواد په ملي او سياسي پروسه کې لاسوهنه کوي او دغه ځل غواړي چې د ټاکنو پروسه له ستونزو سره مخ کړي.
هغه زياته کړه: ((خو موږ هيڅ حق نه ورکوو، چې ستونزې پيدا کړي.))
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP