Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د تورخم په بريد کې د مرګ ژوبلې اوښتو ترڅنګ لسګونه موټر سوځېدلي

جلال اباد (پژواک ٢٩ غبرګولى ٩٣): په تورخم کې د ناټو د اکمالاتي موټرو پر تم ځاى د بريد په ترڅ کې يو ولسي وګړى، درې وسله وال وژل شوي او دوه چلوونکي ټپيان دي.

د ننګرهار د عامه ساتنې پوليسو قوماندان سمونوال محمدحسن د پېښې په ځاى کې پژواک خبري اژانس ته وويل، نن سهار څلور نيمې بجې يو فيلډر موټر، چې له چاودېدونکو توکو ه ډک و، غوښتل د ناټو د اکمالاتي موټرو تم ځاى ته داخل شي چې د پوليسو له لوري په راکټ ويشتل شوى او ځاى پر ځاى يې چاودنه کړې ده.

نوموړى زياتوي، له دريو وسله والو سره چسپکي ماينونه وو، چې په ځينو موټرو پسې يې نښلولي وو او د چاودنو په صورت کې يې ٣٧ موټرو اور اخيستى دى.

دى وايي، چې په ياد پېښه کې درې ځانمرګي بريدګر وژل شوي او پوليسو ته کومه مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

خو بلخوا د ننګرهار والي وياند احمدضياءعبدالزي پژواک ته وويل، چې په ياد بريد کې درې ځانمرګي بريد کوونکي وژل شوي او دوه ډريوران ټپيان شوي دي.

نوموړي وويل چې په دې نښته کې افغان امنيتي ځواکونو له وسله والو بريدګرو دوه کلاشينکوفونه، يو راکټ او ۱۶ لاسي بمونه يې ترلاسه کړي دي .

همداراز په ننګرهار کې د ٣٠١ سرحدي زون رييس ارکان سمونوال ايوب حسين خېل پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په بريد کې يو عام وګړى هم وژل شوى دى.

عيني شاهد اکرام الله پژواک ته وويل، چې وسله والو لومړى له فيلډر موټره په استفادې ځان يادې سيمې ته ورساوه او بيا پلي شوي وو.

نوموړي وويل، چې وسله والو ډزې شروع کړې او پوليسو يې هم مقابلې ډزې پيل کړې، چې په پايله کې يې موټر چاودنه وکړه.

له دې وړاندې هم په تورخم کې د ناټو اکمالاتي موټرو پر ياد تم ځاى وسله والو بريد کړى و، چې د پوليسو په ګډون څو کسانو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې وه او لسګونه موټر سوځېدلي وو.

طالب وياند ذبيح الله وايي، په تورخم کې د امريکايي پوځيانو پر اکمالاتي تم ځای ګڼ فدايي بريدونه کړي، چې په وينا يې ډېرو سرتېرو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې خو چارواکي دا ادعا ردوي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.