کابل (پژواک ٢٩ غبرګولى ٩٣): د احصايې مرکزي ادارې د ملګرو ملتونو په دوه ميليونه او پنځه سوه زره امريکايي ډالرو مرسته د پروان ولايت اقتصادي، ټولنيزه او ديموګرافي سروې ترسره کوي.
د مرکزي احصايې د عمومي ادارې رييس ديپلوم انجنير شېرمحمد جامي زاده د دغه ټکي د څرګندولو ترڅنګ د پروان ولايت له چارواکو سره په ناسته کې وويل، چې دغه سروې به په يوه کال کې بشپړه شي.
دهغه په خبره، چې په دې سروې کې به د دغه ولايت د اقتصادي، ټولنيزو او ديموګرافي (د جنس، عمر او نورو په تفکيک سرشمېرنه) وضعيت په اړه معلومات ترلاسه شي.
سرچينې څرګنده کړه، چې دا ډول سروې ګانې په کابل او کاپيسا کې هم ترسره کېږي.
د هغه په خبره، اقتصادي، ټولنيزه او ديموګرافي سروې په ٢٠١١ ميلادي کال کې په باميانو، غور او دايکنډي ولايتونو کې ترسره شوې او تر ٢٠١٦ کاله پورې به په ټول هېواد کې ترسره شي.
نوموړي وويل، د دې سروې موندنې يې د اړوند حکومتي ارګانونو په واک کې ورکول کېږي، څو پر بنسټ يې پلانونه طرحه او پروژې عملي کړي.
د پروان والي عبدالبصير سالنګي دغه پروګرام مهم وباله او د دغه ولايت قومي مخورو، ديني عالمانو او حکومتي چارواکو يې غوښتنه وکړه، چې د پروګرام په عملي کولو کې لازمه همکاري وکړي.
د مرکزي احصايي اداره د ١٣٩٢ کال کلنۍ احصايه د غبرګولي په ٢٧ مه نېټه خپره کړې ده.
د دې ادارې چاروکي وايي، د هېواد د نفوسو د براورد پر بنسټ، چې د دې ادارې د ټولنيزو او ديموګرافيکو احصاييو له مخې هر کال ترسره کېږي، د هېواد د وګړو شمېر، چې ١،٥ ميليونه کوچيان په کې شامل دي، په ١٣٩٢ لمريز کال کې ٢٨،١ ميليونه کسانو ته رسېدلى، چې له دې ډلې ١٢،٧ ميليونه ښځې او ١٤،٤ ميليونه نارينه دي.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، د نفوسو حساب شوې شمېرې د دې څرګندونه کوي، چې د هېواد د وګړو ٢٤،٤ سلنه برخه ښاريانو او پاتې نوره کليوالو جوړه کړې ده.
د ويلو ده، چې له ١٣٥٨ کال وروسته په افغانستان کې سر شمېرنه نه ده شوې او يادې شمېرې د دې ادارې د بر اوردونو له مخې اټکل شوې دي.
په ياده کلنۍ کې اقتصادي او سوداګريز موضوعات هم شامل دي.
د دې کلنۍ پر بنسټ، په ١٣٩٢ لمريز کال کې د هېواد نا خالص کورنى توليد ٢١،٢ ميليارده ډالرو ته لوړ شو، د ناخالص کورني توليد کچه ٦،٤ سلنه وه او د سړي سر کورنى ناخالص توليد ارزښت ٧٧٢ امريکايي ډالرو ته رسېدلى دى.
د دې سروې د معلوماتو له مخې، په ١٣٩٢ لمريز کال کې د مصرفي توکو د بيو شاخص څرګندوي، چې په افغانستان کې د تورم کچه ٥،٦ سلنه وه او مخکني کال ته په پام سره، چې ٦،٤ سلنې ته رسېده، يو نسبي کمښت ښيي.
د احصايې مرکزي اداره وايي، چې په ١٣٩٢ کال کې د ثبت شوو وارداتو ټولګه٨٧٢٤ ميليونه او د هېواد صادرات ٥١٥ ميليون ډالره و.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP