جلال اباد(پژواک ٣٠غبرګولى٩٣): دننګرهار په مومندرې ولسوالۍ کې پر يوه کور د هوان مرمۍ د لګېدو له امله يو ماشوم ووژل شو او پنځه تنه ټپيان شول .
د ننګرهار د والي وياند احمدضياء عبدالزي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې نن سهار ٦ بجې د مومندرې ولسوالۍ د باسول په کلي کې پر يوه کور د هوان مرمۍ لګېدلې ده.
عبدالزي وويل، د هوان دا مرمۍ د وسله وال طالبانو له لوري توغول شوې، چې په کې د يوه کور يو ماشوم وژل شوى او د ماشومانو او مېرمنو په ګډون پنځه تنه ټپيان دي.
د والي وياند وايي، چې د پېښې ټپيان د درمنلې لپاره روغتون ته انتقال شوي دي.
دغه راز د غني خېلو ولسوالۍ د روغتون يوه ډاکټر د نوم نه اخيستلو په شرط پژواک ته وويل، چې له دې پېښې ورته پنځه تنه ټپيان ور وړل شوي؛چې د يوه روغتيايي حالت د اندېښنې وړ دى.
ده وويل، چې په ټپيانو کې ماشومان هم شامل دي.
د دولت وسله والو مخالفينو تراوسه پورې په دې اړه څه نه دي ويلي .
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP