Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د ټاکنوکمېسيون : په قانوني  چوکاټ کې د ډاکټر عبدالله د غوښتنو ځوابولو ته چمتو  يو

کابل (پژواک ٣٠ غبرګولى ٩٣):د ټاکنو خپلواک کمېسيون وايي، چې په قانوني چوکاټ کې د ولسمشرۍ د کانديد ډاکټر عبدالله د غوښتنو ځوابولو ته چمتو دي.

دې کمېسيون د ولسمشرۍ له کانديدانو وغوښتل ،چې د کړي هوکړه ليک  له مخې پر خپلو ژمنو عمل وکړي.

د ولسمشرۍ کانديد ډاکټر عبدالله عبدالله تېره ورځ  وويل، چې د  ټاکنېزو کمېسيونونو کړنې او د هغوى د کارونو پايلې ورته د منلو وړ نه دي.

د ټاکنوخپلواک کمېسيون وياندنورمحمدنور د غبرګولي په٣٠مه وويل،دډاکټرعبدالله په غوښتنه به د رايې شمېرولو بهير ونه دروي او چمتو دي؛ څو د هغه غوښتنو ته قانوني ځواب ووايي.

نور په يوه خبري غونډه کې وويل،دعبدالله غوښتنو ته په ليکلي بڼه ځواب ورکړل شوى  او د هغو مکتوبونو يوه کاپي په کابل  کې هغو نړيوالو ادارو ته استول شوې، چې د ټاکنو بهير کې مرسته کوي.

نور وايي،چې د رايې شمېرنې له بهير څخه کورني او بهرني څارونکي ليدنه کوي او دغه بهير به په عادي توګه روان وي.

د ده په وينا،چې له ټول هېواد څخه ٩٢سلنه د رايې اچونې پاڼې او حساس توکي د ټاکنوکمېسيون مرکزي دفتر ته رسېدلي او اويا سلنه يې د شمېرلو په بېلابېلو مرحلو کې دي.

د يادکمېسيون وياند وويل،چې په راتلوونکو دوه ورځو کې به د ولسمشرۍ د ټاکنو د دويم پړاو قسمي پايلې اعلان شي.

د نور په خبره، له معمول سره سم د ولايتي دفترونو د معلوماتو پر بنسټ له رايې اچونې څخه وروسته د ټاکنو کمېسيون له خوا په ټاکنو کې د ګډونوالو د شمېر په اړه اټکلېز شمېر اعلانېږي.

هغه زياته کړه،چې په ټاکنو کې د ٧ ميليونه خلکو د ګډون خبر يو اټکل وو او په دې اړه به دقيق   شمېر وروسته وړاندې شي.

نور وويل، چې په ټاکنو کې د ٧ ميليونه خلکو د ګډون په اړه د ولسمشرۍ له کانديد ډاکټر عبدالله عبدالله سره په ليکنه بڼه معلومات شريک شوي دي.

هغه د ولسمشرۍ له دواړو کانديدانو وغوښتل،چې د ټاکنوخپلواک کمېسيون تر پرېکړې دې انتظار وباسي.

نور ټينګار وکړ، چې دټاکنو خپلواک کمېسيون؛ خپلواکي دافغانستان په اساسي قانون کې تضمين شوې ده .

هغه د خلکو رايو او ارادې  ته پر درناوي ټينګار وکړ او  ويې ويل، هرڅوک، چې د خلکو د رايو پر اساس وټاکل شي؛د افغانستان  مشروع ولسمشر به اعلان شي.

 

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.