لښکرګاه(پژواک ٣٠ غبرګولى٩٣):د هلمند په نادعلي ولسوالۍ کې د بهرنيو پوځيانو پر موټرو ځانمرګي بريد شوى دى.
د دې ولايت د والي وياند عمر ځواک پژواک خبري اژانس ته وويل، نن شاوخوا لس بجې د نادعلي د دشت په سيمه کې د بهرنيو پوځيانو پر موټرو د موټرسايکل په وسيله ځانمرګى بريد شوى دى.
ځواک وايي، تراوسه معلومه نه ده، چې په دې بريد کې بهرنيو پوځيانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده او که نه.، په دې تړاو به وروسته معلومات وړاندې شي.
بله خوا وسله والو طالبانو ويلي، چې په دې ځانمرګي بريد کې يې بهرنيو پوځيانو ته مرګ ژوبله اړولې او د هغوى دوه پوځي موټر يې ويجاړ کړي دي.
بهرنيو ځواکونو تراوسه په دې تړاو څه نه دي ويلي.
Views: 0
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP