اسعداباد (پژواک ٣٠غبرګولى٩٣):په کونړ کې له وسله والو سره په نښته کې درې سرتېري، درې ولسي وګړي او ١٦ طالبان وژل شوي، درې سرتېري، درې ولسي وګړي او ٢٢ وسله وال ټپيان دي .
دکونړ امنیه قوماندان مل پاسوال عبدالحبیـب سیدخېل پژواک خبري اژانس ته وويل،چې نن سهار درې بجې وسله والو د ناړۍ ولسوالۍ د چيرګل سيمه کې د ملي اردو پر پوستو بريد وکړ.
سيدخېل وايي، چې د بريد پرمهال سيمه ييزو پوليسو هم د ملي اردو ځواکونو سره يو ځاى پر وسله والو ځوابي بريد کړى، چې په کې ١٦ طالبان ووژل شول او ٢٢ نور ټپيان شوي دي.
امنيه قوماندان زياتوي ، چې په دې جګړه کې دوه د ملي اردو سرتېري ، يو سيمه ييز پوليس او درې ولسي وګړي ووژل شول ، دوه د ملي اردو سرتېري، يو سيمه ييز پوليس او درې ولسي ګړي ټپيان شوي دي.
هغه وايي، چې ياد ولسي وګړي د افغان پوځيانو د ملاتړ لپاره د جګړې ځاى ته ورغلي وو.
قوماندان زياتوي، چې د وسله والو طالبانو په دې بريد کې د پاکستان د لشکرطيبه او تحريک طالبان پاکستان وسله وال هم شامل وو، چې د ځينو وژل شويو پاکستانيو طالبانو جسدونه په سيمه کې پاتې دي.
طالب وياند ذبيح الله مجاهد وايي، چې په دې نښته کې يې زيات شمېر افغان سرتېري او سيمه ييز پوليس وژلي او د ملي اردو يوه پوسته يې نيولې ده.
امنيتي چارواکي دا ادعاوې ردوي.