Language

د کندهار پوهنتون رييس د استادانو په تښتولو کې هر ډول لاس لرل ردوي

کندهار ( پژواک، ٣١ غبرګولى ٩٣ ) : د غزني چارواکي ادعا کوي چې د کندهار پوهنتون د استادانو د تښتولو په موضوع کې د دغه پوهنتون رييس لاس لري، خو د کندهار پوهنتون رييس دا ادعا ردوي او دغه راز څرګندونې د چارواکو بې مسووليتي ګڼي.

 

د ولسمشرۍ د دويم پړاو ټاکنو يوه ورځ وړاندې د کابل- کندهار پر لویه لاره د غزني د اندړو ولسوالۍ د ملانوح بابا په سيمه کې وسله والو طالبانو د کندهار پوهنتون ۳۴  استادان له ځان سره يووړل، چې تر دې مهاله يې په اړه هيڅ معلومات نشته.

 

د يادې شوې موضوع په اړه د غزني چارواکو په خپلو تازه څرګندونو کې ويلي ، چې د کندهارپوهنتون د رييس او استادانو تر منځ اختلافات د دې لامل شوي چې د دغه پوهنتون استادان د وسله والوطالبانو په منګولو کې ښکېل شي.

 

د غزني د والي مرستيال محمد علي احمدي وايي، د کندهار پوهنتون استادانو غوښتل په ډله ييزه توګه کابل ته لاړ شي او د لوړو زده کړو په وزارت کې خپله ستونزه حل کړي، خو کابل ته تر رسېدو مخکې په لاره کې د وسله والو طالبانو له خوا ونيول شول.

 

هغه زياته کړه، داسې معلومات يې تر لاسه کړي، کله چې دغه استادان غزني ولايت ته رسېدلي، نو د کندهار پوهنتون رييس له وسله والو سره اړيکه نيولې او هغوى يې د طالبانو په لاس ورکړي، تر څو د دوى تر منځ اختلافات او ستونزې وزارت ته و نه رسېږي.

 

خو د کندهار پوهنتون رييس ډاکټر حضرت مير توتاخېل د غزني ولايت د مرستيال ادعاوې په سختو ټکيو رد کړې او دغه راز څرګندونې يې د بې مسووليتۍ په معنا وګڼلې.

هغه پژواک اژانس ته وويل: ((ما په تېرو څو کلونو کې کندهار پوهنتون ته يو- يو استاد د هېواد له ٣٠ ولايتونو راوستلي، په ادارو کې ډېر مهال د افرادو تر منځ ستونزې پېښېږي چې د حل وړ وي، ما يواځې د هغوى ناقانونه غوښتنې نه دي منلې، خو دا به کوم منطق ومني چې زه به خپل استادان وسله والو طالبانو ته په لاس ورکوم.))

 

نوموړي استادان هم ګرم وبلل چې کابل ته د تلو لپاره يې په نيمه شپه ٣٠٣ موټر د پوهنتون انګړ ته راغوښتى و او وروسته بيا همدغه موټر د کابل په اډه کې نورې سپرلۍ هم له ځان سره اخيستې وې، چې د کابل- کندهار د لويې لارې امنيت ته په کتو په دغسې ډله ييزه توګه سفر بې پروايي ده.

 

توتاخېل د غزني ولايت پر مرستيال تور پورې کړ چې د هغه په اړه څرګندونې يې داسې معنا لري لکه نوموړى چې خپله له وسله والو طالبانو سره اړيکې لري.

 

د کندهار ولايت مقام د مطبوعاتي دفتر سرپرست مسوول دواخان مينه پال هم د غزني ولايت مرستيال څرګندونې رد کړې او ويې ويل د کندهار پوهنتون رييس يو اکاډميک او علمي شخص دى او هغه هيڅکله دغسې عمل نه شي کولاى.

هغه پژواک اژانس ته وويل: ((دا له منطق څخه لرې څرګندونې دي، هيڅوک هم خپل اختلافات په دې بڼه نه حلوي چې د مقابل لوري په ژوند دې لوبې وکړي.))

 

ده زياته کړه، د تښتول شوو محصلينو د راخوشې کېدو په موخه يې يواځې د غزني د چاراکو په هلو ځلو بسنه نه ده کړې، بلکې په کندهار ولايت کې هم يو شمېر قومي مخور او منځګړي ګومارل شوي، چې د کندهار پوهنتون استادان د طالبانو له منګولو راخوشې کړي.

 

په خپله د غزني ولايت مرستيال محمد علي احمدي هم وايي، چې د استادانو د راخوشې کولو لپاره هلې ځلې کوي، خو زياتوي چې وسله والو طالبانو د هغوى د خوشې کولو په بدل کې د خپلو بندي طالبانو د ازادولو غوښتنه کړې، خو هغوى به يې دا غوښتنه و نه مني.

 

هغه د تښتول شوو استادانو په اړه دا هم وويل ،چې وسله والوطالبانو دغه استادان د غزني په ټولو ولسواليو وېشلي او په هره ولسوالۍ کې دوه- درې او څلور تنه ساتل کيږي.

 

بل خوا د غزني د سولې شورا منشي خليل هوتک وايي چې له وسله والو طالبانو سره يې خبرې پيل کړي او هغوى ورته ويلي چې د استادانو د خوشې کېدو په اړه د کوټې شورا امر ته انتظار باسي.

د غزني والي موسى خان اکبر زاده هم وويل چې ډېر ژر به د کندهار پوهنتون استادان راخوشې شي.

هغه زياته کړه: ((په دې اړه خبرې روانې دي او تر دې مهاله يې ښي پايلې لرلې دي، ډېر ژر به ټول استادان خپلو کورونوته ستانه شي.))

 

خو يوې سرچينې پژواک ته وويل چې دولت او وسله وال طالبان دې نتيجې ته رسېدلي چې دوی په خپل منځ کې سره تبادله کړي او د دغو استادانو په بدل کي يو څو وسله وال طالبان خوشې کړي.

 

دغه خبره تر اوسه کومې رسمي سرچينې نه ده تائيد کړې.