Language

هلمند او کندهار کې ١٦ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

لښکرګاه (پژواک ۳۱ غبرګولى ۹۳): په هلمند او کندهار ولايتونو کې د امنيتي پېښو په ترڅ کې يو پوليس او پنځه وسله وال وژل شوي، يو پوليس، درې وسله وال او شپږ ملکي وګړي ټپيان دي.

د کندهار د والي سرپرست وياند دواخان مينه پال پژواک خبري اژانس ته وويل، چې نن لس بجې د کندهار ښار د شکارپور په دروازه کې د تلاشۍ پر مهال وسله والو پر پوليسو ډزې وکړې.

د مينه پال په وينا، چې په دې ډزو کې يو پوليس ووژل شو، يو ملکي وګړى او يو پوليس ټپيان شول.

دى وايي، چې بريد د دوه موټرسايکل سپرو له خوا شوى او پوليسو يې په تړاو څېړنې پيل کړې دي.

په ورته مهال د هلمند د امنيه قوماندانۍ وياند سمونوال عبدالاحد چوپان پژواک ته وويل، تېره ورځ ناوخته ايساف ځواکونو چورلکو د کجکي ولسوالۍ په ″زمينداور″ سيمه کې بريد کړى دى.

د ده په وينا، دغه بمبار د زمينداور په ″اب دره″ کلي کې شوی، چې په ترڅ کې يې څلور وسله وال طالبان وژل شوي او يو بل ټپي دى.

نوموړي دغه راز زياته کړه، تېره شپه ۱۲ بجې د موسی کلا په توغي سيمه کې د وسله والو او پوليسو تر منځ جګړه شوې ، چې په کې يو وسله وال وژل شوی او دوه نور ټپيان دي.

خو طالب وياند قاري يوسف احمدي وايي، چې تېره ورځ ايساف ځواکونو په نادعلي ولسوالۍ کې د هاوان په يوه بريد کې څلور ملکي کسان وژلي.

احمدي وايي، ايساف دغه بريد وروسته له هغه کړى، چې په ياده ولسوالۍ کې يې پر پوځي کاروان ځانمرګى بريد وشو؛ خو ولايتي چارواکي دا ادعا بې بنسټه بولي.

بلخوا د هلمند په سنګين ولسوالۍ کې د وسله والو له خوا د يوې کورنۍ پنځه غړي ټپيان شوي دي.

د دغه ولايت د امنيه قوماندانۍ وياند سمونوال عبدالاحد چوپان پژواک ته وويل، دغه پېښه تېره ورځ د سنګين د شنغزو په سيمه کې هغه مهال وشوه، چې په دې کورنۍ کې د کوژدې مراسم روان وو.

د چوپان په وينا، د دې کورنۍ يو تن پخوا له پوليسو سره دنده درلوده او اوس يې دنده پرېيښې وه او له همدې امله پرې وسله والو بريد کړى دى.

طالبانو په دې تړاو څه نه دي ويلي.