لښکرګاه (پژواک ۳۱غبرګولى۹۳):په هلمند کې د ټاکنو دشکایاتو کمېسیون رييس وايي، چې په بېلابېلو سیمو کې يې د۱۳ محلونو رايې قرنطين کړې دي.
رحیم ګل علي خېل پژواک خبري اژانس ته وویل،دوی ته ۱۷ شکایتونه رسیدلي ، چې ۹ يې په دې ولايت کې ثبت شوي او ۸ ورته له مرکزه ورلېږل شوي دي.
نوموړي زیاته کړه،چې د دې شکايتونو پر بنسټ يې د څېړنو په پايلو کې د ١٣ محلونو رايې قرنطين کړې؛ خو لا هم د ځينو شکايتونو په اړه څېړنې روانې دي.
علي خېل وايي،چې یو شمېر نور شکایتونه هم شته؛خو په اړه يې شواهد او اسنادو ته اړتيا لري،چې بايد ورسره شريک شي.
ده دخپلو خبرو په دوام وويل، چې دې محلونوپه موسى کلا،ګرشک،نادعلي اومارجې ولسواليو پورې اړه درلودله.
نوموړي ونه ويل، چې په دې محلونو کې څومره رايې استمعال شوې وې او د کوم يوه کانديد په ګټه کارول شوې دي.؟
د ټاکنېزو شکايتونو کمېسيون رييس وويل، چې په پوره بې طرفۍ سره پر شوو شکايتونو کار کوي او پايلې به يې وروسته له رسنيو سره شريکې کړي.
د ټاکنو په ورځ د هلمند په ګرشک ولسوالۍ کې د درغليو رپوټونه خپاره شول، چې ګنې د ولسي جرګې يوه غړي او زوى يې، چې د پوليسو ځايي مشر دى؛ د يوه کانديد په ګټه درغلۍ کوي.
تراوسه د دې ولايت د شکايتونو کمېسيون نه دي ويلي، چې په دې ولايت کې دولتي کارکوونکو درغلۍ کړي او که نه؛ خو ولايتي ادارې ويلي، درغلګرو چارواکو سره به قانوني چلند وکړي.
مخکې د هلمند والي ويلي و، هغه حکومتي مامورين به له دندو ګوښه کړي، چې په ټاکنو کې درغلۍ او لاسوهنې وکړي.
تورجنرال محمدنعيم دا څرګندونې دغبرګولي په٢١مه په هغې غونډې کې کړې وې،چې په دې ولايت کې د ټاکنو د امنيت او ښه ترسره کېدو په موخه جوړه شوې وه.
تراوسه د هلمنددرايو ورکوونکو کره شمېر نه دى اعلان شوى؛ خو ددې ولايت د ټاکنو کمېسيون رييس قدرت الله نقشبندي ويلي و ، چې د ټاکنو په ورځ د رايو ټول ١٤٧ مرکزونه فعال وو.
د يادولو ده،چې په لومړي پړاو ټاکنو کې د هلمند ولايت ١١٠ زره اوسېدونکو ګډون کړى وو؛خو ولايتي چارواکو په دويم پړاو کې د ګډون کوونکو شمېر تر پخوا ډېر ښودلى.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP