Language

وسله والو د غزني پوهنتون څلور محصلين تښتولي

غزني ښار (پژواک ۳۱ غبرګولی ۹۳): د غزني ولايت مسوولين وايي چې وسله والو طالبانو د پوهنتون څلور محصلين تښتولي دي.

د غزني مرستيال والي محمدعلي احمدي د غبرګولي په ٣١مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغو محصلينو غوښتل نن سهار کابل ته ولاړ شي د غزني ښار اړوند د روضې په سيمه کې وسله والو له موټرو ښکته کړي او له ځان سره يې بيولي دي.

هغه زياته کړه، چې د دغو محصلينو د راخوشې کولو په اړه يې هڅې پيل کړې او ډېر ژر به د وسله والو له بنده راخوشې شي.

د غزني د سولې شورا هم وايي چې وسله والو طالبانو يو ځل بيا په غزني کې محصلين تښتولي دي.

د دې شورا منشي خليل هوتک پژواک ته وويل چې دغه کار وسله والو طالبانو کړی او له دې لارې غواړي چې پر دولت خپلې غوښتنې ومني.

هوتک زياتوي: ((موږ قومي مشران لېږلي دي او ډېر ژر به ښه خبر واورو.))

نوموړي له وسله والو طالبانو وغوښتل چې نور دې د نورو په اشارو بې ګناه خلک نه ځوروي ځکه چې د دغو کارونو ګټه يې پرديو ته رسېږي.

وسله والو طالبانو تر اوسه د غزني د نننۍ پېښې په اړه څه نه دي ويلي.

د يادونې ده، شاوخوا لس ورځې مخکې د غزني په اندړو ولسوالۍ کې د کندهار پوهنتون ٣٤ استادان او محصلين هم د وسله والو له خوا تښتول شوي، چې تر اوسه يې برخليک نه دى معلوم.