Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

پنجشېر سيند ته د موټر لوېدو په پېښه کې دوه تنه مړه او درې ټپيان شوي

پاراخ (پژواک ٣١ غبرګولى ٩٣): پنجشېر ولايت کې سيند ته د يوه هايلکس موټر غورځېدو په پايله کې د يوې کورنۍ دوه غړو مړه شوي او درې نور ټپيان دي.

د پنجشېر د شتل ولسوال محمدګلاب شاه د پېښې د منلو ترڅنګ پژواک خبري اژانس ته ويلي، د يوې کورنۍ پنځه غړي چې له پنجشېر څخه کابل ته په يوه دولتي موټر کې پر لاره وو، د لارې په اوږدو کې له يادې پېښې سره مخ شول.

هغه زياته کړه: “د تېر ماښام په دې ترافيکي پېښه کې دوه نارينه او يوه مېرمن ټپي شوي او دوه نور لا تر اوسه نا درکه دي.”

د سرچينې د معلوماتو له مخې، هايلکس موټر د  ملي امنيت په رياست پورې اړوند دى.

د شتل ولسوال د دې خبرې په څرګندولو سره چې دغه موټر د تېز تګ له امله له سړکه وتلى او سيند ته لوېدلى، زياته کړه چې د دې سيمې د خلکو په مرسته له سيند څخه درې تنه ژوندي را ايستل شوي، خو دوه نور د اوبو د ډېروالي له امله تر اوسه پورې نادرکه دي.

يادې سرچينې همدارنګه ويلي، چې د پېښې ټول ټپيان روغتون ته لېږدول شوي، خو له روغتيايي حالت څخه يې بې خبري وښوده.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.