Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

په جلال اباد کې چاودنې درې تنه ووژل

جلال اباد ( پژواک، ٣١ غبرګولى ٩٣ ) : په جلال اباد ښار کې د سړک دغاړې ديوې چاودنې له امله درې تنه وژل شوي دي.

د ننګرهار د والي وياند احمد ضياء عبدالزي د غبرګولي په ٣١مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا چاودنه نن مازيګر ناوخته د جلال اباد ښار سويل لوري ته دفارم هډې په سيمه کې شوې ده.

هغه زياته کړه، چې د سړک دغاړې په دې چاودنه دوه ملکي وګړي او يو پوليس وژل شوى او دوه نور ملکي وګړي ټپيان دي.

دى وايي چې ټپيان روغتون ته لېږدول شوي دي.

د جلال اباد د ملکي روغتون د بيړنۍ څانګې يوه نوکريوال پژواک ته وويل چې دوى ته تر اوسه يو   ټپي راوړل شوى دى.

سرچينې زياته کړه، چې سيمې ته يې امبولانسونه ليږلي دي.

تر اوسه ددې چاودنې مسووليت چا نه دى اخيستى.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.