کابل (پژواک د چنګاښ لومړۍ نېټه ٩٣): د افغانستان د ټاکنو د څار موسسه د ټاکنو په دويم پړاو کې د رامنځته شوي جنجال په هواري کې د ملګرو ملتونو د منځګړيتوب د غوښتنې هرکلى کړى دى.
دغه مطلب په هغې خبرپاڼه کې څرګند شوى، چې د يادې موسسې (EWA) له خوا د چنګاښ په لومړۍ نېټه پژواک خبري اژانس ته رااستول شوې ده.
خبرپاڼه زياتوي، د افغانستان د ټاکنو د څار موسسه (يوا) په دې باور ده چې ملګري ملتونه د يوه اعتبار لرونکي او تخصصي سازمان په توګه، لکه څنګه چې د ټاکنو د بهير په تمويل او تخنيکي ملاتړ کې اغېزمن رول لوبولی، کولای شي په خپل اغېزمن رول سره د ټاکنو د دويم پړاو روڼتيا پياوړې او د ټاکنو د وروستۍ پايلو منلو ته لار هواره کړي.
سرچينه وايي، تمه کېږي چې ملګري ملتونه د رامنځته شوي جنجال د هواري لپاره د خپل سياسي، تخنيکي او څارنيز رول ادا کولو پر مهال، د افغانستان د ټاکنيزو ادارو اعتبار ته کلکه پاملرنه ولري او خپلې کړنې د ټاکنيزو کميسيونونو، دوو ټاکنيزو ډلو، ملي او نړيوالو څارونکو بنسټونو سره په بشپړې همغږۍ سره پر مخ يوسي.
خبرپاڼه کاږي، “يوا” له ټاکنيزو کميسيونونو، د دواړو نوماندانو له ټاکنيزو ډلو او ولسمشر څخه هيله کوي، چې د ټاکنو په دويم پړاو کې د رامنځته شويو ستونزو د هواري لپاره د ملګرو ملتونو له سلا او تخنيکي ملاتړ څخه ګټه پورته کړي او له ادارې سره هراړخيزه همکاري وکړي.
دغه راز “يوا” د نوماندانو له ډلو او پلويانو څخه غوښتنه کړې، چې د ملګرو ملتونو د منځګړيتوب رول ته په پام سره، د ټاکنيزو کميسيونونو کړنې په پوره حوصلې او زغم سره وڅاري او له هر ډول ګامونو څخه چې د دغه بهير د ګډوډېدو لامل ګرځي، ډډه وکړي.
خو بايد روښانه شي، چې د ټاکنو خپلواک کميسيون مشر يوسف نورستاني ويلي دي، چې ملګري ملتونه د ټاکنو له لړۍ څخه د څارونکي په توګه څار کولى شي.