لښکرګاه(پژواک دچنګاښ لومړۍ نېټه ۹۳):افغان امنیتي ځواکونو د هلمند ولایت په نوزاد او سنګین ولسوالیو کې د وسله والو پر ضد پوځي عملیات پیل کړي دي.
دا اعلان تر هغه وروسته شوى، چې د سنګين په ولسوالۍ کې له وسله والو سره جګړه درېيمې ورځې ته وغځېده. په دې جګړه کې تراوسه نهه سرتېري او ١٩ وسله وال وژل شوي دي.
د هلمند امنيه قوماندان پاسوال عبدالقيوم باقي زوى پژواک خبري اژانس ته وويل، په سنګین او نوزاد ولسوالیو کې یې چاڼیز عملیات د وسله والو د فعاليتونو د مخنيوي لپاره پيل کړل.
نوموړي وویل، په یادو عملیاتو له ملي پولیسو سر بېره دملي اردو سرتېري برخه لري او ډېر ژر به دواړه ولسوالۍ د وسله والو طالبانو له شتون څخه پاکې کړي.
قوماندان هغه اوازې رد کړې، چې ګنې یادې ولسوالۍ به د وسله والو لاسته ورشي.
امنیه قوماندان زیاته کړه، یادو ولسواليو ته يې ګڼ شمېر سرتېري لېږلي ؛څوتر تصفیوي عملیاتو وروسته به ګاونډیو ولسوالیو کې هم د مخالفینو پر وړاندې ورته عملیات وکړي.
د هلمند د والي ویاند عمر ځواک مني،چې په یادو ولسوالیو کې له وسله والو سره جګړه روانه ده،چې تراوسه په کې ۱۹ طالبان،پنځه پوليس او څلور د ملي اردوسرتېري وژل شوي.
نن سهار د دې ولایت دامنیه قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول سمونوال عبدالاحدچوپان پژواک ته ویلي و ، چې د سنګین د ساروان کلا، ملازو او پنډیشا په سیمو کې له وسله والو سره جګړه روانه ده.
چوپان وايي، وسله والو په دې سيمو کې لومړى د پوليسو پر پوستو بريدونه پيل کړل ؛چې د بريدونو پر مهال يې نور افغان امنیتي ځواکونه هم د مخنيوي لپاره سيمې ته ورسېدل.
طالب وياند قاري يوسف احمدي ويلي،چې دسنګين ولسوالۍ په څو سيمو کې يې طالبانو له امنيتي سرتېرو سره جګړه پيل کړې ده او تراوسه يې د ده په وينا، تر شلو افغان سرتېري وژل دي.
احمدي وايي،چې په دې جګړه کې يې د امنيتي ځواکونو دوه قرارګاوې هم نيولي؛خو ولايتي چارواکي دا ادعاوې ردوي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP