کندهار (پژواک دچنګاښ لومړۍ نېټه ٩٣):په کندهار ولايت کې د ثبت شويو شکايتونو پر بنسټ د ١٧ ټاکنيزو مرکزونو د رايې ورکولو ٧٥ صندوقونه قرنطين شول.
د ټاکنيزو شکايتونو ولايتي کمېشنر شمس الدين وفا پژواک خبري اژانس ته وويل، دغه صندوقونه د شاوخوا ١٣٤ (الف) او (ب) کټګوريو شکايتونو پر بنسټ قرنطين شوي، چې د څېړنې او بررسۍ چارې يې نن د کانديدانو د استازيو، ناظرينو، د ټاکنو د څارونکو او د رسنيو د استازيو پر وړاندې پيل شوې.
هغه زياته کړه، په دې اړه د ولسمشرۍ د دواړو کانديدانو د ټيمونو له خوا شکايتونه شوي؛ خو ډېر يې د عبدالله عبدالله په مشرۍ د اصلاحاتو او همپالنې ټيم کړي دي.
د نوموړي په وينا، تر راتلونکو څو ورځو څېړنې وروسته به څرګنده شي، چې شوي شکايتونه څومره پر ځاى دي، که د تخطۍ او تقلب موارد وليدل شي، نو پر بنسټ به يې يوه اندازه رايې باطلې شي.
وفا وويل، د ٧٥ ټاکنيزو محلونو قرنطين شوي صندوقونه د کندهار ښار او نهو ولسواليو ارغنداب، خاکرېز، تخته پُل، نېش، شاوليکوټ، ارغستان، ژيړۍ او پنجوايي اړوند دي.
هغه دغه راز وويل ، چې په دغه ولايت کې د دويم پړاو ټاکنو په اړه ١٣٤شکايتونه ثبت شوي، چې ډېر يې د ولسمشرۍ د کانديد عبدالله عبدالله د پلويانو له خوا شوي دي.
هغه زياته کړه، په دغو شکايتونو کې ١٠ په (الف) کټګوري، ٧٤ په (ب) کټګوري او پاتې نور يې په (د) او (ج) کټګوريو کې راځي.
وفا دا هم وويل، چې په ثبت شويو شکايتونو کې ډېر يې د ټاکنو د خپلواک کمېسيون د ٨٠ تنو کارکوونکو يا ناظمينو په اړه هم دي، چې ګواکې د مشخص کانديد په ګټه يې درغلۍ کړې دي.
هغه وويل، د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون په دې اړه هم څېړنې پيل کړي، چې پايلې به يې وروسته په ډاګه شي.
د قرنطين شويو صندوقونو د څېړلو او بررسۍ په جريان کې د ولسمشرۍ د دواړو کانديدانو استازيو برخه اخيستې وه او د څېړنې د لړۍ له شفافيت څخه يې رضايت څرګنداوه.