Language

خوشي شوي استادان او محصلين له خپلو کورنيو سره يوځاى شوي

کندهار (پژواک  ٢ چنګاښ ٩٣): د کندهار پوهنتون رييس وايي، چې د طالبانو له خوا خوشې شوي استادان او محصلين  له خپلو کورنيو سره يوځاى شوي دي.

ډاکټر حضرت مير توتاخېل پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه استادان او محصلين تېره شپه ناوخته د هغوى د کورنيو د غړو او د نړيوال سره صليب د استازي په شتون کې را خوشې شول، شپه يې په قره باغ ولسوالۍ کې وه  او نن سهار د غزني مرکز ته رسېدلي دي.

رييس وايي، د برمته شوو استادانو او محصلينو د راخوشي کولو لپاره د کندهار، زابل او غزني له واليانو سره په پر له پسې توګه په اړيکه کې و او په دې موده کې د غزني قومي مشران تر لس ځلې ډېر وسله والو ته ورغلل او له هغوى سره يې د استادانو پر راخوشې کولو خبرې وکړې.

هغه زياته کړه، د خوشې شوو استادانو روغتيايي حالت ښه دى او د بند په موده کې ورسره ناسم چلند نه دى شوى.

دغه استادان او محصلين د غبرګولي مياشتې په ٢٠مه له کندهار څخه کابل ته په لاره وو، چې د غزني ولايت په ملانوح بابا سيمه کې له موټره کښته کړاى شول او وتښتول شول.

د کندهار ولايت مقام د مطبوعاتي دفتر سرپرست دوا خان مينه پال پژواک ته وويل، چې تښتول شوي استادان د قومي مخورو تر ډېرو هلو ځلو وروسته تېره شپه ناوخته خوشې شول.

د تښتول شوو استادانو او محصلينو په ډله کې د جاوېد صاحبزاده په نوم د کندهار پوهنتون د ښوونې او روزنې د انګليسي ډيپارټمنټ استاد پژواک  ته وويل، هغوى تېره شپه لس نيمې بجې خوشې شوي او اوس د غزني په مرکز کې دي.

هغه زياته کړه، تښتول شوي استادان د وسله والو له خوا په درېيو ډلو کې د غزني په اب بند، ناوه او ګيرو ولسواليو کې ساتل کېدل .

د ده په خبره، له ګيرو او اب بند ولسواليو ٢٣  استادان تېره شپه خوشي شول او په ناوه کې لس تنه استادان د سيمې د لري والي له امله تېره شپه تر خوشې کېدو وروسته هلته پاتې شول.

خو ده وويل، چې دغه لس استادان همدا اوس د نړيوال سره صليب په مرسته د غزني مرکز ته په لاره دي او په څو ساعتونو کې به را ورسېږي.

 

د کندهار پوهنتون دغه استاد وويل، چې د بند په موده کې هغوى په بېلابېلو کورونو کې ساتل کېدل او وسله والو  ورسره سم چلند کړى دى.

دى وايي، کله چې به يې له وسلوالو څخه د خپل جرم په اړه پوښتنه کوله، نو هغوى به ورته ويل چې مشرانو يې ورته ويلي، چې هغوى بايد د مېلمنو په توګه خوندي وساتل شي.

تر دې څو ورځې مخکې د ګيرو ولسوال عبدالله خيرخواه پژواک ته ويلي وو، چې د يرغمل شوو استادانو له ډلې لس يې پاکستان ته اړول شوي.

چارواکي او طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي، چې دغه استادان هلته د څه لپاره وړل شوي وو او بېرته کله را اړول شوي.

طالب وياند ذبيح الله مجاهد د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، چې د کندهار پوهنتون ۳۳ استادان او محصلین يې وروسته له څېړنو خوشې کړل.

په خبرپاڼه کې ويل شوي، چې له دغو کسانو ۲۳ يې غزني ته رسېدلي او لس نور د موټر د تخنيکي ستونزې له امله په لاره کې پاتې دي، چې په وينا يې نن به غزني ښار ته ورسېږي.

سرچينه وايي، ياد استادان يې لس ورځې مخکې د خاصو راپورونو پر بنسټ په غزني ولايت کې نيولي وو او د بې ګناهۍ له ثابتېدو وروسته يې خوشې کړل.

تر دې مخکې ولايتي چارواکو ويلي وو، چې طالبانو يې ورلېږلي مرکچي پلاوي ته ويلي، چې يرغمل کړي استادان به له دويم پړاو ټاکنو وروسته خوشې کړي.

Related Topics